لیکنه: محمدصابر حمیدي
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل تاریخ کې تر دې دمه پورې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې په دریو لوبو کې یې بریا خو په دریو لوبو کې یې بیا ماته خوړلې ده.
د افغانستان ټیسټ لوبې
افغانستان لومړۍ ټیسټ لوبه د هند سره ترسره کړې وه، چې له هند څخه یې ماته خوړلې وه.
افغانستان دویمه ټیسټ لوبه د ایرلینډ سره ترسره کړې وه، چې ایرلینډ ته یې ماته ورکړې وه.
افغانستان درېيمه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په وړاندې ترسره کړې وه، چې له ویسټ انډیز څخه یې ماته خوړلې وه.
افغانستان څلورمه ټیسټ لوبه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړې وه، چې بنګله دېش ته یې ماته ورکړې وه.
افغانستان پنځمه ټیسټ لوبه د زیمبابې په وړاندې ترسره کړه، چې له زیمبابې څخه یې ماته وخوړه.
افغانستان شپږمه ټیسټ لوبه یوځلې بیا د زیمبابې په وړاندې ترسره کړه، چې دا ځلې یې زیمبابې ته ماته ورکړه.
راشدخان په ټیسټ سیالیو کې
راشدخان د افغانستان لپاره په لومړۍ، دویمه، درېیمه، څلورمه او شپږمه ټیست لوبه کې ولوبېد، خو پنځمه لوبه، چې د زیمبابې پر وړاندې وه د ګوتي د خوږ له امله ونشو لوبېدلای.
راشدخان په یادو ترسره کړیو پنځو لوبو کې د ۲۲،۳۵ بالینګ اوریج سره ۳۴ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې د ۱۳۷منډو په ورکولو سره د ۷ ویکټو اخیستل تر ټولو غوره لوبه ده.
دا لوبه راشدخان د زیمبابې په وړاندې دویمه ټیسټ لوبه کې ترسره کړه.