راشدخان؛ شل اوریزه سیالیو کې درېیم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان پرون د زیمبابې پر وړاندې په دویمه شل اوریزه کې درې ویکټې واخیستې، چې تر نیوزیلینډي تیم سوتي څخه مخکې شو او په جدول کې د شل اوریزه سیالیو درېیم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی راغلی.

راشدخان په ۵۰ شل اوریزه لوبو کې ۹۵ ویکټې اخیستې دي.

 

په شل اوریزه سیالیو کې لس زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ ملینګا، سریلانکا، په ۸۴ لوبو کې یې ۱۰۷ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ شاهد افریدی، پاکستان، په ۹۹ لوبو کې یې ۹۸ ویکټې اخیستې دي.

۳ـ راشدخان، افغانستان، په ۵۰ لوبو کې یې ۹۵ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ تیم سوتي، نیوزیلنډ، په ۸۰ لوبو کې یې ۹۳ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ شکیب الحسن، بنګله دېش، په ۷۶ لوبو کې یې ۹۲ ویکټې اخیستې دي.

۶ـ عمر ګل، پاکستان، په ۶۰ لوبو کې یې ۸۵ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ سید اجمل، پاکستان، په ۶۴ لوبو کې یې ۸۵ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ ډوکرېل، ایرلینډ، په ۷۷ لوبو کې یې ۷۶ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ محمدنبي، افغانستان، په ۸۰ لوبو کې یې ۷۱ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ کریس جورډ، انګلستان، په ۵۹ لوبو کې یې ۷۰ ویکټې اخیستې دي.