لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوه تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې سره یوځای شول.
حیدرآباد لوبډلې پر خپلې رسمې فسبوک پاڼې یادو دوو افغان لوبغاړو ته ښه راغلاست ویلی.
محمدنبي او راشدخان سږ کال هم د هند آی پي ایل سیالیو کې د حیدرآباد لوبډلې سره لوبیږي.
د هند آی پي ایل سیالۍ سږ کال د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيلیږي، چې په همدې موخه یادو دوو افغان لوبغاړو متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
افغان لوبغاړي او کارابین لیګ
راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل د څلورو نورو افغان لوبغاړو مجیب ځدران، نوینالحق، نجیب ځدران او ظاهرخان سره د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې ولوبېدل.
چې تر لوبېدو وروسته یې لومړی انګلستان او بیا متحده عربي اماراتو سفر کړی.
محمدنبي د ویسټ انډیز په کاربین لیګ کې ۱۲ لوبې ترسره کړې، چې په یادو لوبو کې یې ۱۲ ویکټې واخیستلې.
د دې ترڅنګ راشدخان ارمان بیا ۱۰ لوبو کې ۱۱ ویکټې واخیستلې.
مجیب ځدران
د راپورونو له مخې مجیب ځدران هم متحده عربي اماراتو ته د سفر په حال کی دئ، چې ډېر ژره به هغه هم متحده عربي اماراتو ته ورسیږي او له خپلې لوبډلې کینګز الیون پنجاب سره یوځای شي.
مجیب ځدران بیا د ویسټ انډیز هیواد په کارابین لیګ کې ۱۶ ویکټې واخیستلې او د ډېرو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په جدول کې دویم ځای یې خپل کړ.