راشدخان: لوبغاړي باید د هرې لوبې مطابق توپ‌اچونه وکړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان ویلې، چې د آی پي ایل سیالیو هره لوبه یو له بلې سره توپیر لري، نو توپ‌اچونکې هم باید د هرې لوبې مطابق توپ‌اچونه ترسره کړي.
راشدخان تر پرونۍ بریا وروسته خبري کنفرانس کې وویل، زموږ ډېر تکیه پر توپ‌اچونکو ده او باید راتلونکې کې هم پر توپ‌اچونکو زیاته تکیه وکړو.

د راشد خبري کنفرانس


راشدخان پرون په ۴ اوورونو کې يوازې ۷ منډې ورکړې، ۳ ويکټې يې واخيستې او ۱۷ توپونه يې ډاټ ترسره کړه.

راشدخان ارمان

د نړۍ نامتو توپ‌اچونکی راشدخان ارمان اوس د روان آی پي ایل سیالیو په جدول کې درېیم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.
هغه په ۱۲ لوبو کې په غوره توپ‌اچونې سره ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

د راشد لوبډله

د آی پي ایل په روانو سیالیو کې د راشد لوبډله «حیدراباد» د جدول په شپږم ځای کې ده.
حیدراباد لوبډلې په ترسره کړو ۱۲ لوبو کې یوازې پنځه ګټلې، خو پاته ۷ لوبې یې بیا بایللې دي.
د جدول په لومړي ځای کې ممبي، دویم ځای کې بنګلور، درېیم ځای کې ډهلي، څلورم ځای کې پنجاب، پنځم کې کلکته، شپږم ځای کې حیدراباد، اووم ځای کې راجستان او اتم ځای کې بیا چینای لوبډله شتون لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.