د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکی راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکردهګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
All-rounder @rashidkhan_19 has been appointed the T20I captain & @iamnajibzadran as V-captain. Rashid, one of the well-known global faces of the game, was selected by senior ACB leadership led by ACB Chairman @Farhan_YusEfzai
More: https://t.co/cmIU8G4C02 pic.twitter.com/s1WsoKva6m
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) July 6, 2021
دا دویم ځل دی، چې راشدخان د ملې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل کیږي
راشدخان ارمان تر دې مخکې هم په درې واړه فارمټونو « ټیسټ، یو ورځنیو او شل ارویزه» کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر کړې.
هغه د افغان کرکټ بورډ له لوري د ۲۰۱۹م کال د کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام څخه راوروسته د ملې لوبډلې کپتان وټاکل شو.
افغان کرکټ ملې لوبډلې د راشدخان تر رهبرۍ لاندي ۲ ټیسټ، ۷ یو ورځنۍ او ۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
افغان لوبډلې په یادو ۲ ټیسټ لوبو کي ۱ وګټله او ۱ یې وبایلله، په ۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱ وګټله او ۶ یې وبایللې او ددې ترڅنګ یې په ۷ شل اوریزه لوبو کې ۴ وګټلې او ۳ یې بیا وبایللې.
د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره د حشمتالله شهیدي ټاکل د لوبډلمشر په توګه
د افغانستان کرکټ بورډ یوه میاشت وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمتالله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.
یاده خبرپاڼه کې کرکټ بورډ ویلې وه: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.
ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي، خو نن یې راشدخان د ملې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.