د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان له اوږډه ځنډه وروسته په راشدخان کرکټ اکاډومې کې تمرینونه پيل کړي دي.
۲۱ کلن راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې تمریناتي ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلې يې دي، خوښ یم، چې له اوږده ځنډه وروسته بیرته کرکټ ته راستون شوم.
Feeling good to be back after long break
Rashid khan cricket Academy 🏏🏏🏏🇦🇫🇦🇫🇦🇫 pic.twitter.com/m8MmSwYoli— Rashid Khan (@rashidkhan_19) July 14, 2020
د راپورونه له مخې راشدخان ارمان د ملې لوبډلې سره په یوه میاشتني تمریناتي کمپ کې د مور د مړیني او یو شمېر نورو ستونزو له کبله ګډون ونکړ.
راشدخان ارمان په هیواد دننه او بهر کې یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی.
راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.