راشدخان: له اړمنو او یتیمو افغان ماشومانو نه ملاتړ کوم

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان ویلې، چې له هغو افغان ماشومانو نه ملاتړ کوي، چې یتیمان وي، زده کړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونلري.
راشدخان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ددې ترڅنګ ویلې، چې زه لوی کارونه نشم کولای، خو کولای شم کوچني کارونه په ډېره مینه سره ترسره کړم.
هغه دا هم لیکلې، چې یو کوچنی کار په ښه نیت ترسره کول ډېر ارزښت لري.


راشدخان په داسي مهال دا خبري کوي، چې تر دې مخکې هم هغه څو ځلې په هیواد کې له اړمنو کورنیو سره مرستې کړې.
راشدخان ارمان په هېواد دننه او بهر کې یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله‌‌‌‌‌‌ دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی دی.
راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌‌‌‌‌‌‌ ‌بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.