د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي «راشدخان ارمان» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، تېرو ۵ کلونو کې یې یوازې ۲۵ ورځې په کور تېرې کړې دي.
د «Cricket Next» د راپور له مخي راشدخان د انګلستانۍ ورزشي ورځپاڼې «Guardian.co.uk» سره په خبرو کې ویلې، په نړیوال کرکټ او نړیوالو لیګونو کې د زیاتو بوختیاوو په اساس یې تېرو ۵ کلونو کې یې ۲۵ ورځې د کورنیو له غړیو سره په خپل کور کې نه تېرې کړې دي
راشدخان ویلې، مجبور دی، چې ددې چاري سره سخته مبارزه وکړي.
هغه زیاته کړه:
«په تېرو ۵ کلونو کې مې یوازې ۲۵ ورځې په خپل کور کې تېرې کړې دي، په نړیوال کرکټ او نړیوالو لیګونو کې د بوختیاوو له امله ما هیڅکله دا وخت نه دی پیداکړی، چې له خپلې کورنۍ سره زیات پاته شم، خو زه مجبور یم ددې چاري سره سخته مبارزه وکړم.»
د یادي ورزشي ورځپاڼې سره راشدخان ارمان په خپلو خبرو کې دا هم ویلې:
«هر چیري چې زه ځم او ګورم نړیوال لوبغاړي په خپلو هیوادونو کې زیاتې لوبې ترسره کوي، هلته له خپلو هیوادوالو زیات ملاتړ او مینه ترلاسه کوي، موږ په خپل هیواد کې همداسي غواړو، زموږ خلګ له کرکټ سره خورا زیاته مینه لري، کله چې موږ په خپل هیواد کې لوبې وکړو، نو دا به موږ ته یو لوی ویاړ وي او لوبغالو کې به هیڅ د ناستي ځای نه وي.»
#AfghanistanCricket https://t.co/rrgB6zqSAP
— CricketNext (@cricketnext) July 18, 2021
راشدخان ارمان
راشدخان ارمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې هغه اوس د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه یاد هیواد کې دی.
هغه تر دې مخکې د پاکستان په سوپرلیګ کې د متحدهعربي اماراتو په کوربتوب ولوبېد.
راشدخان ارمان په ۲۰۱۵م کال کې نړیوال کرکټ ته راغلی.
په ملې لوبډله کې د درې واړه فارمټونو ترڅنګ راشد د هندوستان، پاکستان، بنګلهدېش، ویسټ انډیز، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا او د پاکستان هیواد په تجارتي لیګونو کې لوبېدلی او په ټوله واړه لیګونو کې خورا ښه ځلېدلی هم دی.