د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل، خورا سخت کار دی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یادي څرګندونې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل لیګ کې د ګډونوالې لوبډلې «سنرایزر حیدراباد» تکړه ویکټ ساتونکي وریدهیمان ساها د کریک ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي پاڼې سره د مرکې پر مهال وکړې.

ساها ویلې، که چیري موږ د کرکټ درې واړه فارمټونو ته وګورو، نو پر هر درې واړه فارمټونو کې د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل خورا سخت کار دی.

خبریال له هغه څه پوښتلې، چې ستاسو په اند سخترینه توپوهنه د کوم توپ‌اچونکې پر وړاندي ده؟

ساها په دې تړاو ویلي:

«که زه د کرکټ ټولو فارمټونو ته پام وکړم، نو د راشدخان توپ‌اچونه پکې تر ټولو غوره او ده او توپوهونکو لپاره هم تر ټولو ستونزمنه او سخته ده. د راشدخان د توپوهنې پر وړاندې درېدل خورا سخت کار دی.»