لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هند آی پي ایل سیالیو لپاره د لوبډلو مسوولینو ته خبر ورکړل شوی و، تر څو هغه لیستونه خپاره کړې، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته وړاندې کوي.
د اُصولو سره سم پرون ګډونوالو اتو واړه لوبډلو هغه لیستونه خپاره کړل، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته اچول کیږي.
د ګډونوالو لوبډلو له ډلې حیدراباد هغه ټیم دی، چې د تېر کال په څېر یې دوه افغان لوبغاړي راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل له ځان سره وساتل او پرېنښودل، چې بولۍ ته وړاندې شي.
حیدراباد لوبډلې دا لوبغاړي له ځان سره وساتل
پریام ګرګ، ابیشک شرما، عبدالصمد، ډیویډ وارنر، محمد نبي، میچل مارش، کین ویلمسن، وریدهیمېن ساها، منیش پانډې، جوني بریسټو، شیرواتس ګوسوامي، جېسن هولډر، شهباز ندیم، بنوېشور کمار، سیدارت کاوول، سندیف شرما، ویجې شنکر، ویراټ سینګ، بسیل تامپل، راشدخان، نتراجان او خلیل احمد.
هغه لوبغاړي چې حیدراباد له لوبډلې ویستل او بولۍ ته به وړاندې شي
سنجې یاداوو، بوانکا سندیف، بیلي سټانلېک، فابین آلین او پریتوي راج.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو د پیر مراسم یا بولي راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې ترسره کیږي او خپله سیالۍ بیا راتلونکې مارچ میاشت کې پلان شوي.