حیدراباد لوبډله ویاړي، چې سږ کال ورسره درې افغان لوبغاړي شتون لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولي بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.

 

سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.

 

حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې د راشد، نبي او مجیب یو ګډ انځور خپور کړی.

 

دا لوبډله ویاړې چې سږ کال د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې درې نامتو لوبغاړي ورسره شتون لري.

 

 

 

 

مجیب ځدران د آی پي ایل په بولي کې

 

کینګز الیون پنجاب لوبډلې سږ کال مجیب ځدران له ځان سره ونه ساته او هغه یې په هغه لوبغاړو کې شامل کړ، چې بولي ته وړاندې کیږي.

 

مجیب بولي ته په ۱۵۰ لکه هندۍ کالدارې وړاندې شو، چې په لومړي پړاو کې هیڅ لوبډلې وانخیست، خو په دویم پړاو کې حیدراباد لوبډلې په همدې بیه ځانته واخیست.