راشدخان: د روژې لومړۍ میاشت ده، چې د مور څخه پرته یې نیسم

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان، چي اوس هندوستان کي ددې هیواد د کرکټ په غوره لیګ کې بوخت دی، تازه یې د خپلي وفات سوي مور په اړه ټویټ کړی.

 

راشدخان د مور قبر ته ولاړ یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي:

 

‹‹دا زما لپاره لومړۍ د روژې میاشت ده، چي د مور څخه یې پرته نیسم، ما د مور څخه ډېر څه زده کړل، زما ذهن لا هم هغې سره خبري کوي او زړه مي یې لا هم په لټه کې دی، مګر زما روح په پوهیږي، چې هغه په سکون کې ده. هغه زما لپاره د نړۍ تر ټولو خزانو قیمتي وه. مینه درسره لرم او یادېږي مي موري.››

 

 

د راشدخان مور او پلار

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان مور د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.

 

د مور تر وفات یو کال مخکې بیا د راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و.