راشد: هڅه کوم افغانستان ته ښه نوم او نور ویاړونه هم راوړم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې په غوره لوبډله کې تر ټاکل کېدو وروسته پرون دوشنبه په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی راغلی.
د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د یوې لسیزې غوره لوبډلې وړمه ورځ اعلان کړې، چې راشدخان د شل اوریزه سیالیو په یوولس کسیزه لوبډله کې راغلی.
inbound1537586318466425918 راشد: هڅه کوم افغانستان ته ښه نوم او نور ویاړونه هم راوړم
تر هغه وروسته پرون دوشنبه دې شورا په یادو دریو واړه فارمټونو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړي اعلان کړل، چې د ټیسټ لوبو دا اسټرالوی سټیو سمیت، د یو ورځنیو لوبو دا هندی ویراټ کوهلي او د شل اوریزه سیالیو دا بیا افغان راشدخان د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی راغی.
inbound2643316722719880113 راشد: هڅه کوم افغانستان ته ښه نوم او نور ویاړونه هم راوړم
تر یادو ټاکلو وروسته د ګڼو افغانانو ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملې مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې ویاړ په پار راشدخان او ټولو افغانانو ته مبارکې وویله.
راشدخان ارمان هم پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، د هیوادوالو دې خوښۍ ورڅخه خبري هیري کړې.
هغه لیکلې:

(درنو هیوادوالو، د خپلو وطنوالو دا خوښي او خوشحالي، چې مې ولیده دومره احساساتي شوم، چې خبرې راڅخه هیري شوې. د الله مننندوی یم چې بیا یې جوګه کړم چې ګران هیواد افغانستان ته یو بل ویاړ راوړم.خوشحال یم چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه مې وګټله، دا د ټول افغانستان افتخار دی.)

د دې ترڅنګ راشدخان ارمان ویلې، چې راتلونکې کې به هم هڅې کوې، تر څو د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړې:

«زه د افغانستان د یو ځوان په توګه به تل هڅه کوم چې خپل هیواد ته ښه نوم او ښه افتخارات راوړم.»

About ياران ټیم 3422 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.