افغان ګوګلي ماسټر د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا بېګ باش لیګ پرېښود او په دوبۍ کې له خپل ملي ټیم ملګرو سره یو ځای شو.
کله چې هغه په بېګ باش لیګ کې له اډیلایډ سټرایکرز سره مل و لوبډله یې هم خورا بریالۍ وه.
ځکه راشدخان په هره لوبه کې غوره توپ اچونه کوله، په ۴ اورونوکې یې په اوسط ډول له ۲۴ زیاتې منډې نه ورکولې او له یوې وېکټې نیولې تر ۳ پورې وېکټې یې هم په هره لوبه کې اخېستلې.
راشدخان د لنډ وخت لپاره دوبۍ ته راغلی او بیا اسټرالیا ته ځي
نوموړی په بریالي ډول له بېګ باش لیګ څخه په موقت ډول رخصت شو، مطلب دا چې د افغان لوبډلې لوبې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له ایرلېنډ سره په شارجه کې پیلیږي او دا درې لوبې د جنوري په ۲۶ مه نېټه پای ته رسېږي، که د راشدخان اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز په بېګ باش لیګ کې دویم پړاو ته تللي وي، نو خان به هم د افغان لوبډلې له لوبو وروسته اسټرالیا ته ځي او خپلې لوبډلې سره به یو ځای کېږي.
د جمعې ورځ لوبه او د راشدخان په نشتون کې، د اډیلایډ ستره ماته
د بېګ باش لیګ په ۴۰ مه لوبه کې مېلبورن سټارز او اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې مخ شو، ظاهرخان پکتین په مېلبورن سټارز لوبډله کې او راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز کې ولوبېد.
د جمعې په ورځ مېلبورن سټارز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې ۶ وېکټو په لوېدو سره د انډری فلېچر د ۸۹ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې.
اډیلایډ سټرایکرز لوبډله د هدف په پوره کولو کې له شکست سره مخ شوه، دې لوبډلې د پنځلسم اوور په دویم توپ خپلې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او ټولې یې ۶۸ منډې وکړې.
لوبه په ۱۱۱ منډو مېلبورن سټارز لوبډلې وګټله.
ظاهرخان پکتین په ۴ اورونو ۱۹ منډې ورکړې دوه وېکټې یې واخېستې او اډم زمپا په ۳ اعشاریه ۲ اورونوکې ۱۷ منډې ورکړې او پنځه وېکټې یې واخېستې.
د لوبې غوره لوبغاړی انډری فلېچر وپېژندل شو.
هغه په ۴۹ توپونو د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د بېګ باش لیګ لوبډلو مقامونه
سږ کال د دې سوداګریزو لوبو لسم پړاو دی، سېډني سېکسرز لوبډله ۲۹ نومرې لري، لومړي مقام کې ده، په ۱۰ لوبو کې یې ۷ ګټلي دي.
سېډني تندر لوبډله ۲۳ نومرې لري، په ۱۰ لوبو کې یې ۶ ګټلي دي او دویم ده.
پېرت سکارچرز په ۹ لوبو کې ۵ ګټلي او ۲۰ نومرې لري، مېلبورن سټارز لسو لوبو کې ۴ ګټلي او ۲۰ نومرې لري، برېسبېن هیټ لسو لوبو کې ۵ ګټلي، شل نومرې لري، اډیلایډ سټرایکرز ۱۱ لوبو کې ۵ ګټلي او نومرې یې ۲۰ دي، هوبرټ هرېکېنز لسو کې ۵ ګټلي او نومرې یې ۱۹ دي او وروستۍ لوبډله د مېلبورن رېنګېډز ده، دې لوبډلې لس لوبو کې ۲ ګټلي او نومرې یې ۹ دي.
په دې لوبو کې ظاهرخان پکتين او نور احمد لکڼوال پاتې دي او نور افغان لوبغاړي له ملي لوبډلې سره دوبۍ کې یو ځای شوي دي.