بېګ باش لیګ کې د راشدخان دوه لوبې او نه ځلېدل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د راشدخان دوه لوبې کړي په دې لوبو کې یې ۸ اورونه کړي او ۴۸ توپونه یې ترسره کړي دي.
نوموړي په ۴۸ توپونو ۵۴ منډې کړي دي.
هغه په دې لوبو کې یواځې دوه وېکټې ترلاسه کړي دي، چې ډېرې کمې وېکټې دي.
په لومړۍ لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې ماته وخوړه، دې لوبډلې ته هوبرټ هرېکېنز په ۱۱ منډو ماته ورکړه.
ډارسي شارټ هغه لوبغاړی و، چې په راشدخان یې یو اوور کې دوه شپږیزې ووهلې او وې یې ټکاوه.
د راشدخان ایکانومي هم په دواړو لوبو کې په ۶ اعشاریه ۸۰ ایکانومي توپ اچونه کړې ده.
په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې راشدخان په دې لیګ کې ډېر بریالی و.
په ۱۸ کې یې د ټول لیګ د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او د مخکښ بالر جایزه یې ترلاسه کړه.
د تېرې یکشنبې په ورځ هوبرټ هرېکېنز لوبډلې اډیلایډ ماته کړه، خو بېرته د سه شنبې په ورځ اډیلایډ له هوبرټ لوبډلې خپل غچ واخېست او په پنځه وېکټو یې ماته ورکړه.

پېټر سېډل او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه

پېټرسېډل د اسټرالیا بیګ باش لیګ کې د کال غوره توپ اچونه وکړه، هغه په ۳ اعشاریه ۳ اورونوکې ۱۶ منډې ورکړې او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې.
BBL: Rashid Khan's double-strike leads to spectacular Perth Scorchers  collapse in BBL thriller

راشدخان ولې نه ځلېږي؟

کله چې راشدخان نړیوالو لوبو ته ووت، نو توپ اچونه یې په لنډ وخت کې د نړۍ په کچه مشهوره شوه، د ویسټ انډیز پر وړاندې ۷ وېکټې واخېستې نو لا زیات مشهور شو.
په آی پي اېل کې یې د لوبغاړو په سوځولو سره وکولای شول، ۲۰۱۷ کې لا خپل ځان وځلوي.
له دې وروسته په لیګونو کې واخېستل شو، په خپله ملي لوبډله کې یې هم مقام ارزښتمن شو او په هره لوبه کې یې لوبول اړتیا شوه.
هغه وخت راشدخان د نړۍ ډېری مشهور لوبغاړي وسوځول او د دې سربېره یې غوره توپوهنې لا هغه شهرت ورکړ.

خو اوس ولې راشدخان د تېر په څېر نه شي لوبېدلای؟

لومړی دا چې د کرکټ برخه کې د هر لوبغاړي یو دوران وي او دا فوم یو وخت له یا څو کلونو لپاره لوبغاړو سره وي، خو د وخت په تېرېدو سره دا فوم له لاسه ورکوي او بیا د تېر په څېر نه شي ځلېدلای.
بل علت دا دی، چې لوبغاړي له بالرانو سره اشنایي پېدا کوي، د توپ اچونې اکشن او عمل یې په نښه کوي او بیا یې د لاس حرکت هم پېژني او توپوهونکي بیا کولای شي، توپ ښه ولوبوي.
ښه بېلګه یې د راشدخان ده، اوس هر لوبغاړی کولای شي، راشدخان ښه ولوبوي او وې یې ټکوي او ستر علت یې همدا دی، چې د راشدخان توپ اچونې سره توپوهونکي بلد شوي او اوس یې ټکوي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.