د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو روانو لوبو په لړ کې پای لوبې ته د رسیدو په موخه په ستونزو کې ګیره سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز خلاف د بریا ترڅنګ پای لوبې ته ورسوله.
دواړه سنرایزرز حیدر اباد او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د چینايي سوپر کینګز خلاف پای لوبې ته د رسیدو په موخه په سیالۍ کې سره مخامخ شوې، چې پکې حیدر اباد لوبډله د لوبې په ګټلو سره پای لوبې ته ورسیده، خو د کلکتې لوبډلې د لوبو لړۍ همدلته پای ته ورسیده.
په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډله په لمړۍ توپ وهنه کې د پرلپسې لوبغاړو په سوځیدو سره د ستونزو سره ګیر شوه، خو د لوبې ۱۹ م اور پیل لپاره راشد خان د توپ وهنې په موخه میدان ته راغی، چې د لمړي بال څخه برید په څلوریزې او ورپسې شپږیزې سره وکړ.
راشد خان د لوبې په وروستیو ۱۰ بالونو لوبولو سره د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ ۳۴ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او کلکتې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف ورکړل شو.
د لوبې د بریا خپلولو په موخه کلکتې لوبډلې هم پیل وکړ، خو افغان لوبغاړی راشد خان د بریدیزې توپ وهنې وروسته په توپ اچونه کې هم د کلکتې لوبډلې ته خنډ جوړ شو او د اسټرالوي کریس لاین، هندي روبین اوتاپه او د توپ وهنې بې رحمه ویسټ انډيزي الراونډر انډري رسل د ویکټو په اخیستو سره یې کلکته لوبډله پای لوبې د رسیدو پر ځای د کور په لور رخصت کړه.
حیدر اباد لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپیر سره یې ماتې وخوړه.
افغان لوبغاړي راشد خان په سیالۍ کې د خپلو ۴ اورونو په ترسره کولو د ۱۹ منډو په ورکړې ۳ لوبغاړي وسوځول او هم یې د یو لوبغاړي په مڼده سوځولو او د بل لوبغاړي د کیچ په ترلاسه کول سره خپله هر اړخیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده، چې د روان یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه به سنرایزرز حیدر اباد او چینایي سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ د روانې مۍ میاشتې په ۲۷ مه نیټه د راتلونکې یک شنبې په ورځ د هندوستان په ممبيي ښآر کې ترسره شي.