د راشد خان او نجیبه فیض بنډار؛ نجیبې سره به واده وکړي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغان کرکټ نړیوال ستوری راشد خان څو شپې وړاندې له مشهورې اداکارې او ژورنالیستې نجیبه فیض سره د بنډار په یوه تلویزوني خپرونه کې مېلمه و.
دلته د دې خپرونې مهمې برخې درسره شریکوو:
کرکټ ته مخه
په دې مرکه کې راشد خان کرکټ ته د مخه کولو کیسه وکړه. ویل یې له ماشومتوبه د كرکټ مینه وال و. د ده په وینا نه یوازې ده؛ بلکې نورو وروڼو یې هم کرکټ خوښوه، خو ده ورته ډېره مخه لرله.
د راشد خان په وینا له مور او کورنۍ نه یې په پټه کرکټ کولو، ځکه مورپلار یې د ده د كرکټ ممانعت کاوه.
راشد خان مور و پلار په دې ممانعت ګرم نه ګڼي او وایي، چې هغه وخت افغان کرکټ کوم راتلونکی او ډاډ نه درلود او نه دوی ته د کرکټ حد اقل زمینه مساعده وه.
د ده په خبره د همدې لپاره یې کورنۍ دا او نور وروڼه کرکټ ته نه پرېښودل.
د ډاکټرۍ خوبونه
راشد خان وایي مور، پلار، خپله ده او ټولې کورنۍ یې غوښتل چې له زده کړو وروسته د ډاکټر راشد خان په نوم یو څوک ولري.
دلیل یې دا و، چې دغې کورنۍ کوم ډاکټر نه درلود او د ټولو سترګې راشد خان ته وې.
راشد خان وایي په ښوونځي کې فعال زده كوونکی و او تل به یې په ازموینو کې تر اوومې درجې مقام ګاټه.
د ده په ذهن کې كرکټ د سره نه ګرځیده، خو وایي په لاهور کې د ۱۹ کلنو لوبو پروخت چې تلویزونونو په ژوندۍ بڼه خپروله او ده پکې ښه مقام خپل کړ، له کرکټ سره د ده مینه اورنۍ شوه.
د خپرونې ویډیو:
https://www.youtube.com/watch?v=OBULLEYbYhc
د مبارکیو لړۍ
راشد خان وایي له دغو لوبو وروسته یې پلار، چې کرکټ سره اشنا نه و، ورته زنګ وواهه او پوښتنه یې وکړه، چې خلک د ده د کومې کارنامې لپاره مبارکۍ ورته ورکوي؟
د افغان کرکټ دا نړیوال ستوری اوس تر هرچا زیات د خپلې مور لخوا لوبو ته هڅول کیږي.
هغه وایي مور یې مخکې کرکټ نه خوښوه، خو د ده له ځلیدو وروسته په منظم ډول کرکټ ګوري او د افغان لوبغاړو ترڅنګ ډېری نړیوال لوبغاړي پېژني.
له کرکټ سره د راشد خان د مور مینه دومره زیاته ده، چې د هغه د بایلو په خپګان کې څو ورځې ډوډۍ لا نه خوري.
راشد خان وایي، کله چې لوبه بایلي وروڼه یې زنګ ور وهي او د مور د خپګان او نه خوراک خبر ورکوي، خو دا مور بیرته دلاسا کوي او ډوډۍ خوړلو ته یې هڅوي.
ستړی ستومان راشد خان
راشد خان په دومره اسانۍ د میلیونونو افغانانو شونډې موسکې کړې نه دي. هغه په لوبو او تمریني امادګیو دومره ستړی او سرګردانه دی، چې وایي دوه کاله کیږي کور ته هم نه دی تللی.
راشد ډېر وخت یا په تمریني امادګیو بوخت وي، یا بهرنیو هېوادونو ته د لوبو لپاره ځي.

راشد او خان ویرات کوهلي د تیر کال اې پي ایل پرمهال

وایي هوایي پروازونه یې دومره زړه نه تنګوي لکه لوبو او تمریناتو ته چې په لباس اغوستو او له یو ځایه بل ځای ته یې په لېږدولوڅومره نارامه وي.
خوراک او رنګونه
راشد خان د باربکیو په نوم د بهرنیو خوړو سخت مینه وال دی. په رنګونو کې یې تور او زېړ رنګونه ډېر خوښ دي.
هغه په ډېرو مرکو، عکسونو او نورو ځایونو کې له تور لباس سره زیات څرګند شوی دی.
د نامسلکي خبریال خاطره
راشد خان وایي یو ځل د مالیزیا له سیالیو راستنیده، چې په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د یوې رسنۍ خبریال ودراوه او په نامسلکي پوښتنو یې چورت ورخراب کړ.
وایي: راته ویل یې کوم ځای نه راغلئ، چا سره مو لوبه وکړه، پایله یې څه وه؟
د خوښې سندرغاړې
د پېښور یوه ښایسته او خوږ غږې سندرغاړې لیلا خان د راشد خان د خوښې سندرغاړې ده.
راشد خان وایي د لیلا خان هغه سندره یې ټولو نه زیاته خوښه ده، چې ویلي: زه لیلایمه، زه لیلا یمه
https://www.youtube.com/watch?v=CMhF9kwuCX8
جالبه دا ده، چې لیلا خان د راشد خان له ذوقه خبره او خوشاله ده.
هغې له نجیبه فیض سره د راشد خان د بنډار خپرونې ته یو ویډیويي پيغام هم استولی و. په دغه پيغام کې یوه اردو سندرو هم راشد خان ته ډالۍ شوې وه.
واده او نجیبه فیض
نجیبه فیض له راشد خان سره د بنډار تر خپرونې مخکې له هغه سره د مرکې اعلان خپور کړی و.
یوه لیدونکي یې تر دغه بنډار مخکې یوې بلې خپرونې ته په استولي ایمیل کې نجیبه ننګولې وه، چې دا پوښتنه یې نشر کړي:
(له راشد خان سره به واده وکړې؟)
دغه ایمیل استونکي نجیبې ته لیکلي و، چې که ریښتیا ځان باجرئته ګڼي دا پوښتنه دې پخپله خپرونه کې خپره کړي.
نجیبه فیض د خپل جرئت څرګندولو لپاره د ایمیل استونکي دا پوښتنه خپره کړه، خو د خپل ځواب په اړه یې څه ونه ویل.
خبره تردې نه خلاصیږي، نجیبه فیض له راشد خان سره په چمتو کړي بنډار کې له هغه سره د ګډ ژوند او څو ماشومانو خیال هم ویني.
په دغه خیال کې نجیبه له څو ماشومانو سره سینګار کړې په کور کې ناسته وي، چې راشد خان یې د ژوند د ملګري په توګه راځي او ورته د مېلمنو د راتګ وایي.
نجیبه وایي: زه به تاته ځان سینګاروم که مېلمانه او ماشومان به دې پالم؟
راشد خان په دغه خیالي ګډ ژوند کې ورته د ټولو چارو د سمبالښت او د داسې نه کولو په صورت کې د دویم واده ګواښ کوي.
له دې سره نجیبه فیض له خیاله راوځي او راشد خان سره په حقیقي مرکه کې له خندا شنه شي.
د واده په اړه دریځ
راشد خان وایي واده ته یې لا فکر او پلان نه لري. د ده په وینا کورنۍ ته یې ویلي چې لږ ترلږه پينځه- شپږ کاله وخت ورته ورکړي.

د موسیقۍ ازمېښت
په دغه بنډار کې نجیبه فیض مختلفې هندي او پښتو سندرې پر راشد خان اوري، چې هغه یې د ډېرو کمو سندرغاړي پېژني.
د راشد خان له ځوابونو معلومیږي، چې نه یوازې د هندي؛ بلکې پښتو سندرو زیات سندرغاړي هم یا نه اوري یا یې نومونه نه ورځي.
په هغو کسانو کې چې راشد خان یې سندرې وپېژندلې، لیلا خان، نغمه، کرن خان او سردار علي ټکر شامل وو.
استاد شاه ولي، فرزانه ناز او څو هندي سندرغاړي هغه خلک وو، چې راشد خان ته یې نومونه نه ورتلل.
د یادونې وړ ده، چې د فرزانه ناز (ننګرهاری هلک راځي) پر سندرې هم راشد خان د لیلا خان د غږ ګومان وکړ.