د افغان لوبډلې ګوګلي ماسټر د ځانګړي الراونډر په توګه ځان ثبتوي.
نوموړي له ایرلېنډ سره تر لوبو وروسته ویلي، چې ده ځان کې د الراونډرۍ تومنه ولیده او راتلونکي کې به ځان خورا سترا الراونډر جوړ کړي.
هغه ویلي:
«ما په تېر کې ویلي، چې زه لوبډلې ته د توپ وهونکي په صفت راغلی وم؛ خو په توپ اچونه مې کار وکړ، ښه بالر شوم او اوس مې بېرته ځان په توپوهنه کې ثابت کړی دی او غواړم چې په توپوهنه لا کار وکړم»
نوموړي زیاته کړې:
«زه د دې پروا نه لرم، چې په اتم یا نهم نمبر توپوهنې ته راشم؛ خو که لوبډلې ته د ۵۰ منډو اړتیا وي او زه لوبغالي ته د توپوهنې په پار راشم؛ نو په ځان باوري یم، چې دا منډې به پوره کوم».
هغه څرګنده کړې، چې دی د دې پروا نه کوي، چې دا شل اوریزه لوبه ده او که پنځوس اوریزه، خپل ذهن جوړوي، هغسې لوبه کوي، لکه څنګه چې اړتیا وي.
مختلف لیګونو کې لوبېدل او د راشدخان خبرې
هغه وایي په مختلفو لیګونو کې لوبېدل، له مختلفو حالتونو سره بلدتیا ته زمینه برابروي، سي پي اېل، بېګ باش لیګ، آی پي اېل او نور لیګونه په مختلفو سیمو او لوبغالو کې ترسره کېږي، نو په هر حالت کې لوبېدل، لوبو سره لا زیاته بلدتیا ده او بیا د لوبډلې اړتیا باندې هم لوبغاړی پوهېدای شي، چې باید څه وکړي.
راشد وایي د نړۍ په هر لیګ کې زه لوبېږم، شل اوریزې لوبې په لیګونو کې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې د افغانستان لپاره ترسره کوو.
د هغه په خبره هر لوبغاړی باید دا په ذهن کې ولري، چې دی باید فېټ، چوست، چالاک او وړ وي، که یو لوبغاړی توپ ترسره کړي، نو باید له توپ اچونې وروسته دی د توپ نیونې او کېچ لپاره بېرته نیغ او چمتو وي.
راشدخان نه یواځې دا چې د ایرلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه، بلکې په لیګونو کې هم ښه شاټونه وهي او کله نا کله یې په هیلېکوپټر شاټونو بېګ باش لیګ کې اسټرالیان، بلاسټ سیالیو کې انګلستانیان، په آی پي اېل کې هندوان او په ویسټ انډیز کې ویسټ انډیزیان حیران کړي دي.