
افغان لېګ برېګ بالر له انګلستاني لېګ برېک بالر عادل رشید سره سیالي کړې، دې سیالۍ کې راشدخان څلور وېکټې وروسته دی؛ خو راشدخان بیا لوبې کمې کړي او عادل رشید بیا زیاتې لوبې ترسره کړي دي. په اوسط ډول د لوبو په شمېر سره راشدخان بیا په وېکټو کې له عادل رشید غوره دی.
عادل رشید د انګلستان لېګ برېک ګوګلي بالر دی او راشدخان بیا د افغانستان لېګ برېک ګوګلي توپ اچوونکی دی.
د افغان ګوګلي او انګلستاني ګوګلي بالر مقابله
عادل رشید ۳۱ کاله عمر لري ده د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام څخه وروسته ۸۱ یو ورځنۍ لوبې کړي او تر دې دمه یې تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستي دي.
نوموړي په ۸۱ یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۷ وېکټې تر لاسه کړي او د ۲۰۱۵ م کال څخه را وروسته د زیاتو وېکټو اخېستونکی بالر دی.
عادل رشید په ټولو ۸۶ یو ورځنیو لوبوکې ۱۳۰ وېکټې اخېستي.
بل پلو بیا راشدخان که څه هم د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام څخه راوروسته څلورو کلونوکې عادل رشید پسې دوهم ځای نیولی؛ خو راشدخان بیا د عادل رشید په پرتله لوبې هم کمې کړي دي.
راشدخان ارمان ټولې ۵۶ یو ورځنۍ لوبې کړي او په دغو لوبوکې یې ۱۲۳ وېکټې اخېستي.
راشدخان ارمان په ۲۰۱۵ م کال کې افغان لوبډلې ته راغلی او له نړیوال جام څخه وروسته یې دا لوبې کړي دي.
ارمان که چېرته د عادل رشید په څېر زیاتې لوبې وکړي کولای شي، هغه په وېکټو کې ډېر ژر راوروسته کړي او خپل ځان تر لومړي مقام مخکې کړي.
په یو ورځنیو لوبوکې راشدخان ارمان دریم نمبر بالر دی او الراونډرانو کې بیا لومړی مقام لري.
راشدخان مخکې یو ورځنیو لوبوکې دوهم بالر و؛ خو اوس ترې نیوزیلېنډی ټرېنټ بولټ مخکې شوی دی.
په وېکټو کې دریم مقام بیا د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام څخه وروسته د نیوزیلېنډي ۲۹ کلن چټک توپ اچوونکي ټرېنټ بولټ دی، هغه ۵۴ لوبې کړي او پکې یې ۱۰۷ وېکټې ترلاسه کړي دي.
بولټ په ۷۹ یو ورځنیو لوبوکې په خپل کرکټ کېریئر کې ۱۴۷ وېکټې اخېستي دي.
له ۲۰۱۵ م کال څخه راوروسته څلورم غوره بالر بیا افریقایي ۲۳ کلن بالر کګېسو رباډا دی؛ هغه په ۶۶ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۶ وېکټې اخېستي او څلورم ځای یې نیولی دی.
که د لوبو اوسط ته وګورو راشدخان تر ټولو کمې لوبې کړي؛ خو د وېکټو اوسط یې لوړ دی، که راشدخان د یکشنبې او سه شنبې په ورځو کې له ایرلېنډ څخه ښې وېکټې واخلي، عادل رشید هم راشاته کولای شي او لومړی مقام په دغو څلورو بالرانوکې اخېستلای شي.