پر وروستیو ځینو مهمو مسایلو د راشد مرکه؛ وايي نړیوال جام کې لوبې ګټل یې هدف دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: بهار سمسور
د نړیوال کریکټ ستر نوم، افغان لیګ ورو توپ اچوونکي راشد خان له سپورټ سټار سره په وروستۍ ځانګړې مرکه کې د هند غوره لیګ (IPL) او پر راروان نړیوال جام ځانګړې خبرې کړي دي.
راشد خان وایي، هند غوره لیګ یو ستر ټورنمېنت دی؛ داسې یو ټورنمېنټ چې هر وخت نوي څه روښانه کوي.
راشد خان هند غوره لیګ کې خپل لوبیدل سره له دې چې یو ارمان یادوي، زیاتوي دا یې د نوي کریکټ د لیدو برخه هم ده.
هغه د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره لوبیږي او له دغې لوبډلې سره پر خپل شتون خوښ دی.

راشد خپله لوبډله حیدراباد د وروستي ۲۰۱۹کال هند غوره لیګ دوهم پړاو پلې افس ته ورسوله، چې دوهم پړاو کې د ډیلي خلاف له ماتې سره مخ شوه او له مخکې تګ بې برخې شوه.
راشد په هند غوره لیګ کې د لوبیدو په اړه وایي، وړاندې تر دې چې نړیوال جام ته لاړ شم، دلته راته لوبیدل ډېر مهم و هغه څه چې باید په نړیوال جام کې موږ ورسره مخ شو دلته مو زده، تجربه کړل.
راشد زیاتوي د حیدراباد روزونکی ټیم پوره غښتلی دی ما ترې هره ورځ نوي مثبت څه زده کړي دي.
راشد وړاندې ځي او زیاتوي؛ د پرېشر پر وخت لوبه خوند کوي، خو ته باید ځان پرېشر ته ور نه کړې؛ ته باید زیات ټینګار په دې وکړې چې زه باید څه وکړم.
فکر باید په دې وشي چې څنګه مخکې ولاړ شم.
راشد له کپتانۍ د اضغر په لري کیدو پوښتل شوی.
تر لږ خاموش پاتې کیدو وروسته وایي، ما ته دا نه ده مهمه چې څوک کپتان دی؟
زما فکر یوازې یوازې پر خپل توپ اچوونه دی، چې څنګه زه د خپل لوري لپاره ښه توپ اچونه کولی شم.
دی زیاتوي:

«ما او نبي په دې بحث نه دی کړی چې نایب د کپتانسۍ وړتیا لري یا یې نه لري؟ موږ یوازې په سوشیل میډیا کې له وخت وړاندې پرېکړه باندې خبرې کړي دي؛ چې له نړیوال جام مخکې د کپتان بدلول څنګه دي؟
زه د هېواد یو وګړی یم، ولې زما دنده دا نه ده چې زه د بورډ پرېکړه رد کړم؛ البته زه د یو فرد په صفت حق لرم چې د هېواد (افغانستان) لپاره وغږېږم.»

راشد په نړیوال جام کې د ویرات کوهلي خلاف پر لوبیدو هم پوښتل شوی دی، وایي، هغه د نني عصر بهترین لوبغاړی دی؛ خو زه به د نوموړي خلاف نړیوال جام کې ځانګړې توپ اچونه وکړم.
ځکه په وینا یې، د هغه کمزورې او قوي نقطې راته معلومې دي او زه به په پوره ډاډ سره د نوموړی خلاف ولوبېږم.

په وروستیو کې راشد ته په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې پر لوبیدو پوښتنه مخکې کیږي؛ راشد یې په پوره ډاډ سره ځوابوي او وایي دا زموږ لپاره غټه خبره ده، موږ یوازې د ګډون لپاره نړیوال جام ته نه ځو؛ بلکې موږ به نه یوازې دا چې په نړیوال جام کې به لوبیږو ،بلکې لوبې به هم ګټؤ.
راشد خان د نړیوال کریکټ ځانګړی نوم دی، چې په شل اوریزه درجه بندۍ کې لومړی بالر یادیږي، هم په یوه ورځینیو لوبو کې لومړی درجه الرونډر او دریم نمبر توپ اچونکی حسابیږي.
راشد خان له ځان سره په یوه ورځینیو یوازې ۴۴ لوبو کې د چټکو ۱۰۰ لوبغاړو د سوځولو ریکارډ هم د ځان په نوم لري.
راشد او کوهلي (افغانستان،هند) د جون په ۲۲ د انګلیستان په همپټون کې سره مخ کیږي.