د انګلستان هیواد او ویلز کرکټ بورډ په نوښت او کوربتوب د سل توپونو کرکټ لیګ د لومړي ځل لپاره د اتو نارینه او اتو ښځینه لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې وړمه شپه د اووال اینوینسیبل ښځینه او سواترن برېو نارینه کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د یاد لیګ د پای ته رسېدو سره سم د نارینه وو سل بالیزه کرکټ لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان هم راغلی.
د سل بالیزه کرکټ لیګ د کال غوره یوولس کسیزه لوبډله
کوینټن ډیکوک، بېن ډکیټ، معین علي، لام لیوینګسټون، هري برووک، سمیت پټېل، بیني هوویل، راشدخان ارمان، ادم مېلن، تایمل میلز، جېک لینتود.
Four from Birmingham Phoenix and three from Southern Brave make it to our men's team of #TheHundred
What do you think of this team? Would you make any changes?https://t.co/qhzpHxjtem pic.twitter.com/uZ46zcVPF7
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) August 22, 2021
په سل بالیزه کرکټ لیګ کې افغانان
په یاد لیګ کې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، مجیب الرحمن، محمدنبي او قیس احمد د بیلابیلو لوبډلو لپاره ولوبیدل.
په افغان لوبغاړو کې ترټولو ډيرې ویکټې راشد خان واخیستې، هغه په نهو لوبو کې ولوبید، ۱۲ ویکټې یې واخیستې او د ډیرو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په منځ کې په دریم مقام کې ځای لري.
له راشد خان وروسته قیس احمد په اتو لوبو کې اته، مجیب الرحمن په ۷ لوبو کې شپږ او محمدنبي په شپږو لوبو کې شپږ ویکټې واخیستې.