لیکنه: محمدصابر حمیدي
آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې افغان لوبغاړی راشدخان لا هم پکې لومړی ځای لري.
راشدخان دا مقام یوځلې بیا د ۷۳۶ نمرو په درلودلو سره خپل کړی.
بل پلوه مجیب ځدران چې ددې درجه بندۍ په دویم ځای کې و، درېیم ځای ته راکښته شوی.
دویم ځای د سویلي افریقا تبریز شمسي د ۷۳۳ نمرو په درلودلو سره خپل کړ او مجیب ځدران یې شاته کړ.
په شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي
۱- راشدخان، ۷۳۶ نمرې
۲- تبریز شمسي، ۷۳۳ نمرې
۳- مجیب ځدران، ۷۳۰ نمرې
۴- عادل رشید، ۷۰۰ نمرې
۵- آدم زیمپا، ۶۸۵ نمرې
۶- ایشټون اګر، ۶۶۴ نمرې
۷- ټیم سوتي، ۶۳۶ نمرې
۸- کوټریل، ۶۳۴ نمرې
۹- میچل سانتینر، ۶۲۸ نمرې
۱۰- کریس جورډن ۶۱۸ نمرې
دا چي تبریز شمسي له راشدخانه یوازې درې نمرې توپیر لري، نور ورته لوی خطر دی او ممکن تر یوځلې بیا ځلېدو وروسته له راشدخان څخه لومړی ځای خپل کړي.