راشدخان: کاش مور او پلار مې ژوندي وایی، چې زما لویه لاسته‌راوړنه یې لیدلې وای

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان پر خپلې ټویټر پاڼې ویلې، کاش مور او پلار مې ژوندی وایی، چې د هیواد لپاره یې زما دا لاسته راوړنه لیدلې وای.
راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د دې ترڅنګ له ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې، چې ورته عالي دولتي مډال ورکوي.
هغه لیکلي:

«کاش چې مور او پلار مې ژوندي وای او د هیواد له‌پاره یې زما دا لاسته راوړنه لیدلې وای. له ولسمشر څخه مننه کوم، چې زما د هڅو قدرداني کي راته عالي دولتي مډال راکوي. زه راتلونکي کې هم همدا هیله لرم، چې خپل ګران هیواد افغانستان ته لا ډېر ویاړونه راوړم.»


د راشدخان ارمان مور یو کال وړاندې، خو پلار یې بیا دوه کلونه مخکې د ورپيښو ناروغیو له امله وفات شول.
راشدخان ارمان وروسته له هغه دا خبرې کوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د کرکټ بورډ په غوښتنه راشدخان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم صادر کړ.

افغان کرکټ بورډ وايي چې ولسمشر غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته سپارښتنه کړې، تر څو د کرکټ ملې ټیم لوبغاړي راشدخان ته د هغه وروستیو لاسته راوړنو له امله د ستر دولتي مډال د ورکړې لړۍ ژر تر ژره بشپړه کړي.
کرکټ بورډ دغه راز وايي، چې یاد مډال به د ولسمشر له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راشدخان ته ورکړل شي.
ولسمشر راشدخان ارمان ته د مډال د ورکولو حکم وروسته له هغه صادروي، چې راشدخان ارمان لومړی په یوې لسیزه کې د شل اوریزه سیالیو په غوره لوبډله کې راغلی او بیا په یوې لسیزه کې د یاد فارمټ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
د راشدخان دا بریالیتوب په داخلي او نړیواله کچه زیات وستایل شو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.