لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپاچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.
د اسټرالیا بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د راشد لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کې راشدخان هم توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپوهنه کې یې ۴ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا ۴ آورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې.
تر یادې لوبې وروسته راشدخان پر خپلی رسمې ټویټرپاڼې ویلي، چې د اسټرالیا په بیګ باش کې ورته هره لوبه یو چلینج او زده کړه وه.
هغه لیکلي:
‹‹اسټرالیا ډېره مننه. زه باید خپلي ملي دندې ته وګرځم. اما په خپل ټیم باور لرم. ماته هره لوبه یو چیلنج او زده کړه وه. د لوبډلې پیاوړې کېدل د لوبغاړو پیاوړې کېدل دي او د هر لوبغاړي پیاوړې کېدل د ټیم پیاوړې کېدل دي. زه به لوبغاړي څارم او تل به مو یادوم.››
Thank you #Australia. I’ve to return back to my national duty but I believe in my team @StrikersBBL. Every game was a challenge & learning avenue. The strength of d team is each individual player & the strength of each player is the team.I will be watching u guys & missing u all pic.twitter.com/udNzQYuRw0
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) January 12, 2021
په بیګ باش لیګ کې راشدخان
په بیګ باش لیګ کې د دوشنبې په ورځ راشدخان وروستۍ لوبه ترسره کړه، چې له افغان ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه په نن او سبا کې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
راشدخان د بیګ باش لیګ په سږني پړاو کې ټولې ۱۰ لوبې وکړې او ۱۶ ویکټې یې واخیستې.
ښاغلی ارمان وروسته له هغه متحده عربي اماراتو ته ځي، چې محمدنبي وار له مخې متحده عربي اماراتو ته تللی، خو بل افغان لوبغاړی، مجیب ځدران چې لا هم په اسټرالیا کې د خپلې لوبډلې سره دی، د سفر په اړه یې تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي