نبي او راشد له بریالیو لوبو وروسته IPL پرېښود

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

محمدنبي عیسی خېل او راشدخان چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه له هېواده د هند پر لور خوځېدلي وو، پرون یې دوه میاشتینی سفر پای ته ورساوه.
محمدنبي عیسی خېل اووه لوبې وکړې او په دغو لوبو کې یې له دوو لوبو پرته الراونډري خورا په زړه پورې وه، نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې د آر سي بي د توپ وهنې ستنې ونړولې، د ۱۱ منډو په ورکولو سره یې ۴ وېکټې واخېستې او هغه مهال یې د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل غوره توپ اچونه وکړه.
سږ کال نوموړی په غوره توپ اچونه کې دوهم توپ اچوونکی و، له ده بیا ویسټ انډیزي الزاري جوزیف هغه مهال مېدان یوړ، چې کله یې د حېدراباد خلاف لوبه کې ۶ وېکټې واخېستې او ۱۲ منډې یې ورکړې.
ipl t20 srh vs rcb 944a73ae 578f 11e9 a3e2 a2adcdfec8f1 نبي او راشد له بریالیو لوبو وروسته IPL پرېښود
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان تازه د می په ۸ مه نېټه د ډیلي کپېټلز لوبډلې پر وړاندې خورا رغوونکی رول ولوباوه.
نبي په خپل دوهم اوور او د لوبډلې څلورم اوور کې له پرېتوي شاو کېچ وویست، خو فیلډر بېزل تمپي ډراپ کړ.
هماغه و چې پرېتوي شاو ۵۷ منډې وکړې او لوبډلې ته یې ښه پیل ورکړ.
محمدنبي په ۷ پاڼیو توپ وهنه کې ۱۱۵ منډې کړي دي او نهه څلوېښتم توپ وهونکی دی.
راشدخان په ۱۵ لوبو کې ۱۷ وېکټې واخېستې او د بالرانو په منځ کې یې اووم ځای خپل کړ.
په ډاټ توپونو یا مِس بالونو کې دوهم ځای لري، بونېشور کومار ۱۶۸ توپونه ډاټ کړي دي او راشدخان ارمان ۱۶۶ توپونه ډاټ کړل.
راشدخان د ډیلي خلاف پنځلسم اوور مېډن کړ، کولېن منرو او اکسر پټېل یې ایل بي ډبلیو وسوځول.
دا مهال لوبه د ډیلي کپېټلز سره وه او راشدخان دا لوبه د حېدراباد پر لور راواړوله.
په هرحال د راشدخان او محمدنبي رول په حېدراباد ټیم کې د ملا د تیر رول ولوباوه.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان د ملي ټیم سره یې یو ځای کېدل
دا چې په حقیقت کې راشدخان او محمدنبي د نړۍ په کچه غوره لوبغاړی دی، نو په ملي لوبډله کې یې شتون ۹۰ سلنه اړتیا ده.
پرون د می په ۸ مه نېټه د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه د باران له امله لغوه شوه، که دا لوبه شوې وای، د محمدنبي او راشدخان تشه به خامخا محسوسېده.
اوس یې راتګ ملي ټیم ته د ملي ټیم د بریا ۸۰ سلنه چانس زیاتېدل دي، سبا د می په لسمه نېټه د جمعې په ماسپښین افغان لوبډله له سکاټلېنډ سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه لري.
Afg نبي او راشد له بریالیو لوبو وروسته IPL پرېښود
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان نن د سکاټلېنډ پر لور کوچېږي او له ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.
د دواړو شتون ملي لوبډلې یو ځواک ورکول دي، بیا د دوهمه درجه هېوادونو پر وړاندې د دوی تجربه خورا ښه ده او الراونډري یې د لوبډلې د بریا ستنې لا پیاوړې کولای شي.
د راشدخان او محمدنبي، بالېنګ، توپ وهنه او ډګر ساتنه د لوبډلې لپاره د مقابلې لوبډلې د مغلوبېدو اواز دی، محمدنبي او راشد خان په ډګر ساتنه کې خورا ښه دي، تېره شپه د ډیلي پر وړاندې په ټولو ډګر ساتونکو کې دواړو نمبر وړی و او تقریبا ۹۰ سلنه حېدراباد لوبډله په دوی دواړو ولاړه وه.
نو یو ځای کېدل یې ملي لوبډلې سره د سکاټلېنډ ماتې ته اواز کول دي.