د کرېک اېنفو وېب پاڼې د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډلې؛ راشد دې کې هم شته

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کرېک اېنفو وېب پاڼې د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډلې اعلان کړي، چې په شل اوریزه لوبډله کې د راشدخان نوم هم شته.
که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزې په غوره لوبغاړو کې د پاکستاني لوبغاړو نومونه نه وو، ځای کړي، خو کرېک اېنفو وېب پاڼې بیا په خپلو لوبډلو کې پاکستانیو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی.

د شل اوریزو لوبو لوبډله

t20.png
کوېنټن ډیکاک، جاس بټلر، کی اېل راهول، اې بي ډیویلیرس، نیکولاس پوران، کېرن پولارډ لوبډلمشر، شاداب خان، راشدخان، جسپرېت بومرا، جوفرا ارچر او شاهین افریدي.
راشدخان په یو کال کې په شل اوریزو لوبو کې ۵۳ وېکټې اخیستي دي او ایکانومي یې هم ۶ اعشاریه ۳۴ ده.

د یو ورځنیو لوبو لوبډله

د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې اېرون فېنچ لوبډلمشر، ډېوېډ وارنر، ویرات کولي، سټېف سمېت، کې اېل راهول، ګلېن مکسوېل، جدیجا، جوفرا ارچر، الزاري جوسیف، اډم زمپا او جاش هزل ووډ.

په ټېسټ لوبډله کې

شان مسعود، ډام سېبلي، کېن ویلیمسن، بابراعظم، بېن سټوکس، جېرمېن بلک ووډ، جاس بټلر، سټورټ براډ، ټېم سوتي، نتن لیئن او کایل جمېسن شامل دي.
odi.pngtest.pngwomen t20.png
په ښځينه شل اوریزه لوبډله کې، الېسا هیلي، بېت موني، مېګ لنېنګ، سوفي ډیواین، هیتر نایټ، اشلي کارډنر، کترین برنټ، جېس جوناسین، سوفي ایکل سټون، مېګن سکټ او پونم یداف شاملې لوبغاړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.