يوې ښځې چې په اېرلنډ کې یې مهاجرينو ته د مرستې وړانديز کړی و، د ځوانان د يوې ډلې له خوا پرې جنسي تېری وشو.
د EI Periodico راپور ورکړی، چې د شمالي افريقا يو شمېر مهاجرينو پر هغې ښځې چې هغوی ته یې د مرستې وړانديز کړی و، تېری کړی دی.
د راپور له مخې، دغې اېرلنډۍ ښځې یو شمېر ځوانانو څخه چې په پارک کې ناست وو د هغوی د وضعیت د څرنګوالي پوښتنه وکړه تر څو له هغوی سره مرسته وکړي، خو د ځوانانو یادې ډلې پر یادې ښځې تېری وکړ.
له دوو ورځو وروسته مجرمین ونيول شول، چې له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلونو پورې یې عمرونه درلودل. هغوی د بېړۍ پر مټ د سمندر له لارې د اسپانیا خاورې ته ننوتلي وو.
د یادونې وړ ده چې د دغو ځوانانو له ډلې يو شمېر یې په اېرلنډ کې نا قانونه ژوند کوي او یو تن یې پخوا هم په جنسي تېریو او جرمونو ښکېل دی.