رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ اجراییه ریس وټاکل شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر  حمیدي

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ د نوي اجراییه ریس په توګه وټاکل شو او تر ټاکل کېدو وروسته خپلې دندې ته معرفي شو.
کرکټ بورډ یاده خبرپاڼه کې ویلې، چې رحمت‌الله قریشي په اداري برخه کې ۲۳ کلنه کاري تجربه لري، چې له دې مخکې یې نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیرت په ډګرونو کې دندې ترسره کړې دي.

تر معرفۍ وروسته نوي اجراییه ریس رحمت‌الله قریشي له کرکټ بورډ سره له یوځای کېدو په تړاو خوښي وښودله او زیاته یې کړه، چې لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.
هغه وویل:

« زموږ یوازېنۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یوازېنۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.»

کرکټ بورډ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي قریشي د عامه ادارې او عمومي مدیرت په برخو کې دوې ماسټرۍ لري، چې سربیره په دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بیلابیلو علمي کورسونو کې ګډون کړی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې د بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي او د بورډ غړو څه موده وړاندي د اجراییه ریاست لپاره اعلان شوي بست په موخه له یو شمېر غوره شوو نوماندانو سره مرکې وکړې، چې له ډلې یې رحمت‌الله قریشي غوره اعلان شو.

کرکټ بورډ وايي، چې د اجراییه ریاست لپاره مرکه او پروسه په بشپړ روڼ ډول او د وړتیا له مخې ترسره شوې، چې پکې د کرکټ بورډ رییس او د بورډ غړو سربېره د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.