
۲۵ کلن رحمت شاه زرمتی چې د افغانستان په ویرات کولي مشهور لوبغاړی دی، نوموړی ون ډاون توپ وهنې ته خورا برابر دی.
هغه په ۲۰۱۳ م کال کې لوبډلې سره یو ځای شوی او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې د سکاټلېنډ خلاف په ۲۰۱۳ م کال کې وکړه.
نوموړی یو الراونډر لوبغاړی دی، په ښي لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي.
رحمت شاه زرمتی په ۶۰ لوبو کې لوبېدلی و، هغه ۶۱ مه لوبه د ایرلېنډ خلاف د می په ۲۱ مه نېټه په بلفاسټ سیمه کې نن ترسره کړه.
په ۶۰ لوبو کې یې ۱۹۳۹ منډې کړې وې؛ خو په خپله ۶۱ مه لوبه کې یې په ۹۰ توپونو ۶۲ منډې وکړې، په دې لوبه کې یې یوه شپږیزه او ۷ څلوریزې ووهلې.
نوموړي په دغو ۶۱ لوبوکې ۲۰۰۱ منډې پوره کړې.
ده په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ۳ منډې کړې وې او ایل بي ډبلیو شوی دی.
رحمت شاه په یو ورځنیو لوبو کې ۴ سلیزې او ۱۳ نیمه سلیزې وهلي دي، په یوه لوبه کې یې ۱۱۴ منډې لوړې دي او دا یې د سکاټلېنډ خلاف د می په لسمه نېټه وکړې.
۱۵۷ یې څلوریزې وهلې دي او ۲۲ یې شپږیزې وهلي او ۱۳ یې کېچونه نیولي دي.
رحمت شاه زرمتی تر ډېره پورې ښه توپ وهونکی دی، د لوبغاړي اطلاق یې په تخنیکي لوبه کېږي، نوموړی خورا ښه ګېپونه لوبوي.
ون ډاون کې د رحمت شاه راتګ په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپآره د ملا تیرشو، کله چې اوپنر توپ وهونکی اوټ شي، بیا نو د ون ډاون ذمه واري وي.
رحمت شاه دا تومنه لري، چې ون ډاون کې د افغانستان ملا وتړي او ۹۰ سلنه یې تل لوبډله له ستونزو راایستلې ده.