لیکنه: محمدنسیم حمیدي
رحمن الله ګربز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښی لاستی توپوهونکی او ویکټساتونکی دی، چې په ۲۰۰۱م کې د نومبر میاشتې په ۲۸مه زېږېدلی.
ګربز له ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۹م کې یوځای شو.
هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۲۹ شل اوریزه ، ۱۲ فرسټ کلاس او۲۳ يې بیا لیست اې سیالۍ ترسره کړي دي.
په ۲۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۷۰۸ منډې کړې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې۸۰ دي. او په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کې په ۴۹،۵۲ اوسط سره یې بیا ۹۴۱ منډې کړي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۵۳ دي. او په ۲۳ لیست اې سیالیو کې یې بیا په ۳۸،۵۳ اوسط سره ۵۷۸ منډې جوړې کړي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۰۵ دي.
رحمن الله د ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۹م کې د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د زمبابوې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه. دی وتوانید، چې په هغه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۲۴ توپونو تیزې ۴۳ منډې وکړي.
ګربز د افغانستان ملي لوبډلې لپاره تر دې مهاله یوازې په شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی دی.
هغه د ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان په ۱۹ کلنې او ۱۷ کلنې لوبډله کې هم لوبېدلی.
د دې ترڅنګ دا ځوان لوبغاړی په کور دننه لوبډلو کې د بُست ډیپنډرز، کابل بازانو، خوست ولایت او مس عینک نایټ لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.
همدا شان رحمن الله ګربز د لومړي ځل لپاره د بنګلهدېش په اووم پړاو سوداګریز کورني لیګ کې د کولنا ټایګرز لوبډلې لخوا وپېرل شو.
د بنګلهدېش اووم پړاو سوداګریز کرکټ لیګ د ۲۰۱۹م د ډېسمبر په ۱۱ مه د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوی و، چې پکې اته افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو.
رحمن الله ګربز د ډېسمبر په ۱۲ مه، چې د بنګلهديش په تجارتي سياليو کې په لومړي ځل د کولنا ټايګرز لوبډلې لخوا ولوبید په خپله لومړۍ سيالۍ کې یې د نړيوالو پام ځانته راواړاوه او هر اړخيزه شاټونه يې ووهل.
۱۸ کلن ګربز په ياده سيالي کې په ۱۸ توپونو تیزه پنځوسيزه ووهله. نوموړي په یاده شل اوریزه لوبه کې د ۵ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ د کولنا لوبډلې لپاره ۵۰ منډې ترسره کړې.
رحمن الله ګربز په بي پي ایل کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود. دا په یو بهرني کرکټ لیګ کې د رحمن الله ګربز لومړۍ لوبه او لومړی ریکارډ وو چې جوړ یې کړ.
د دې ترڅنګ یاد لوبغاړی په لومړی ځل د ویسټ انډيز په سوداګریزو لوبو کې هم پیرل شوي.
د رحمن الله ګربز د خوښې لوبغاړی پخوانی سویلې افریقايې تیز توپوهونکی اې بي ډيویلرز دی.
د رحمن الله ګربز تر ټولو لویه هیله دا ده، چې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ولوبېږي.
د دې ترڅنګ د ویاړ ځای دا دی، چې رحمان الله ګربز د شلو هغو لوبغاړو په قطار کې راغلی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د روانې لسيزې ځلېدونکي لوبغاړي بللي دي.
ای سي سي د ۱۵ بېلابېلو روزنکو او لوبغاړو له نظر پوښتلو وروسته روانې لسيزې کې د ۲۰ غوره ځلېدونکو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې په هغو شلو لوبغاړو کې دا ځوان لوبغاړی هم شامل دی.
افغان مینهوال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان ویکټساتونکی رحمن الله ګربز په ملي لوبډله کې تر شهزاد محمدي ګټور بولي.
رحمن الله ګربز ته په لوبډله کي د شهزاد محمدي پر ځای ونډه ورکړل شوه او د ملي لوبډلې لپاره یې خورا ښې لوبې ترسره کړې، چي د شهزاد محمدي په پرتله یې اوس د بورډ، روزونکو، لوبغاړو او مینوالو زړونه خپل کړي دي.
د نړیوالو ترڅنګ افغانان هم رحمن الله ګربز افغان ملې لوبډلي ته یو ښه راتلونکی بولي او ورڅخه خورا لویه تمه لري.