د ولسي جرګې مشر په لوړ قیمت ځان او کورنۍ لپاره بهرنی تابعیت واخیست

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: بشر درویش

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني په لوړ قیمت د خپل ځان او کورنۍ لپاره تابعیت اخیستی دی.
د الجزیزې یوه راپور کې ویل شوي چې ښاغلي رحماني په د نړۍ په ښکلي هیواد (قبرس) کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په قیمت تابعیت ترلاسه کړی دی.
ویل شوي دا طلايي تابعیت نومول شوی او هر چاته نه ورکول کیږي.
خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې نوموړي په ۲۰۱۷م کال کې د خپل ځان، دریو لوڼو او میرمني لپاره د قبرسي تابعیت اخیستو په موخه پورته شمیر ډالر ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې رحماني او کورنۍ یې ددې ترڅنګ د سیټ کیټس او نیوکرابین هیوادونو تابیعتونه هم اخیستي دي.
ویل شوي د قبرس هیواد تابعیت لرونکي او غوښتونکي د نړۍ له شتمنو طبقو دي چې ډیر یې عربي شاهان دي او په لوړو قیمتونو یې دلته تابعیتونه اخیستي او لګښتونه یې کړي دي.
باید وویل شي چې میر رحمن رحماني د اوږدو جنجالونو په پای کې د ولسي جرګې رییس وټاکل شو.
پر هغه تور و چې دا بریا یې د ولسي جرګې وکیلانو ته له پراخو ډالرو ورکولو وروسته خپله کړې ده.
هغه مهال د هغه سیال کمال ناصر اصولي او یو شمیر نورو وکیلانو تور لګولی و چې ښاغلي رحماني په تشنابونو کې وکیلانو ته میلیونه ډالر ویشلي چې پر ګټه یې رایه وکاروي.