د مارشال عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم د مشرانو جرګې د غړې په توګه نن یکشنبه د لوړې مراسم ترسره کړل.
راحله دوستم څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکل شوې وه.
د ولسمشر غني له دې پرېکړې وروسته چې مېرمن دوستم یې د مشرانو جرګې د سناتورې په توګه وټاکله، د ټولنیزو رسنیو د فعالانو سربېره یې د یو شمېر چارواکو غبرګونونه هم راوپارول.
د ځینو چارواکو او ټولنیزو فعالانو په وینا په اوسني وخت کې قربانۍ یو څوک ورکوي، خو امتیازات نورو ته ورکول کېږي.
د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه د راحلې دوستم تر ټاکل کېدو وروسته ولسمشر اشرف محمد غني د روانې جدي میاشتې په ۱۸ نېټه د دولتي پلاوي په ملتیا د ننګرهار د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ځايي چارواکو په ګډون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره له نژدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې ناسته کې د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي ذبیح الله زمري وویل، د ننګرهار ولسونو تل د شته نظام د بقاء لپاره قرباني ورکړې خو خدمت ورته نه دی شوی.
نوموړي په مشرانو جرګه کې د انصابي سناتورې په توګه د راحلې دوستم ټاکل کېدو ته په اشارې او ولسمشر ته په خطاب کې وویل: «مارشالي دې دوستم ته، د مرکچي پلاوي غړيتوب دې باتور دوستم ته او انتصابي سناتوري دې راحله دوستم ته ورکړه. ولې دا مونږ څه پنجابيان يوو؟»
اخوا بیا د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل چې ولسمشر غني ځيني کارونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کوي او د ولسونو پرېکړې ورته ارزښت نه لري.
ښاغلي غني ننګرهار ته د وروستي سفر پر مهال یو ځل بیا ددغه ولایت له ولسونو سره خپلې ژمنې تازه کړې او له دوی څخه یې د عملي کولو لپاره یوه میاشت وخت واخیست.
نوموړي وویل چې یوه میاشت وروسته به بیا دغه ولایت ته سفر کوي او خلکو ته به وښيي چې له دوی سره د کړیو ژمنو له ډلې یې کومه یې د عملي کېدو او کومه یې نه ده.