پاکستانۍ سندرغاړې، په نریندرا مودي ځانمرګي برید لپاره چمتووالی ښودلی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

پاکستانۍ سندرغاړې د ځانمرګي د واسګټ سره یو تصویر په ټولنیزه رسنۍ کې خپور کړی او پر نریندرا مودي یې د ځانمرګي برید هیله کړې.
پاکستانۍ هنرمندې رابيې پیرزاده په انسټاګرام دغه تصویر خپور کړی خو وروسته یې بېرته ډیلیټ یا پاک کړی.
تر دې وړاندې هم رابیې پېرزاده په یوه انسټاګرام پوسټ کې یوه ځنګلي قضیه وړاندې کړې وه چې په کې د هند د لومړي وزیر توهین او سپکاوي ښکاري، تر دې وروسته یې دا یو بل نېوکې کوونکی پوسټ شئیر کړ.
د دغه تصویر په خپرولو سره رابيې پيرزاده خپل ځان د کشمیر لور او مودي هټلر یاد کړی او پر هغه یې د ځانمرګي برید هیله څرګنده کړې ده.
تر دې وړاندې یې هم په یوه ویډیو کې د هند لومړی وزیر مسخره کړی وه چې خلکو یې پر دغه ویډیو ډېرې تبصرې هم کړې او دا ځل یې دا تصویر خپور کړی.
که څه هم په تېر پوسټ یې مینوالو د دې په ذوق برابرې تبصرې کړې وې خو دا ځل یې ډېری مینوالو په دغه پوسټ ښې تبصرې نه دي کړي او دا یې د لا شهرت وږې ګڼلې ده.
ګمنام خټک په نامه یوه انسټاګرام کاروونکی ورته لیکلي، دغه پوسټ دي د شهرت طلبۍ ثبوت دی، ورته لیکلی یې دي چې نور تر کومه حده د شهرت لپاره کار کوي؟
خو کله چې مینوالو له لوري له سختو نیوکو سره مخ شوه، نو تر هغې وروسته دغې سندرغاړې پر انسټاګرام خپل پوسټ کړی تصویر بېرته ډيلیټ کړ.