لیکنه: ملیحه ناصري
راز د انسان د ژوند تر ټولو اړینه برخه ده. ځينې رازونه تر خدای ج سربېره بل هېچاته د ویلو وړ نه وي. که چېرې په هر دلیل وهم ویل شي، د ستونزو پیلامه ګڼل کېدای شي.
هغه خبره چې انسان یې خپله پر ساتلو نه وي بریالی شوی، نو د نورو له خولې دې د هغې د خپراوي په تمه دې وي. شته داسې کسان چې رازداره دي، خو پر هر چا باور کول پکار نه دي.
د رازونو افشا کول د ناکامۍ د پیلامې حیثیت لرلی شي، ځکه انسان موخو ته د رسېدا هوډ بایلي. که په خپله هڅه وکړي، کېدای شي بل څوک یې له دې رازه ناوړه ګټه واخلي او مخې ته یې خنډ شي.
د ښو رازونو برالا کول د خلکو رخه، کینه، حسادت/ بخیلي زیاتوي. د ناوړه راوزنو افشا کېدل د دښمنانو د خوښۍ، بریا او د ملګرو د خپګان/ اندېښنې لامل ګرځي. انسان ته اندېښنه پیدا کوي چې خلک به څه وايي او څه به پېښېږي.
له خپل راز ورهاخوا د نورو کسانو د رازونو سپړل او افشا کول د انسان حیثیت او ټولنیز دریځ زیانمنوي. دښمنۍ پیدا کوي او د پرېکون لامل کېږي.
د رازونو د برالا کېدو لاملونه
لاملونه یې توپیر لري. انسان ځينې وخت په داسې ځای کې راګیر کېږي چې له هغه څخه د خلاصون په موخه یا خپل راز راسپړي یا د بل چا افشا کوي. ډېرې خبرې کول، ملګرتیا، احساساتي کېدل، غوسه، ناداني/ناپوهي، ذهني کمزورتیا د رازونو د برالا کېدو لاملونه دي.
هغه کسان چې دلته زیانمن کېږي: خپله رازلرونکی او راز سپړونکی. راز لرونکی ځورېږي، سپړونکی یې په جنجال کې لوېږي.
د رازونو د افشا توکي/ وسایل مبایل، انټرنټ، غونډې، ملګرتیاوې او لیکنې…
د راز ساتلو لارې – چارې
لږ خبرې کول، د راز ساتلو ټینګ هوډ، پر نفس باور، د کړنو پایلو ته پاملرنه، ایمان او له خدای ج څخه وېره.
داسې نه ده چې انسان باید هر راز پټ وساتي. دا شونې نه ده، ځکه اروايي ستونزې پیدا کوي. کله چې رازونه سپړلو زړه مو سپکېږي. که ویې نه وایو، لکه دورند پېټي مو پر اوږو وي، اروا ټپي کوي. راز ویل هومره هم بد نه دي، خو وړ کس ته دې وویل شي. تر ټولو غوره راز ساتونکی خدای ج دی، پرده مو هم کوي او ستار هم دی.
راز امانت دی، څه خپل وي څه د بل، موږ ته بویه چې ساتلو کې هڅه وکړو. ځينې رازونه شته چې باید یې له ځان ښخ کړو.