په ماشومانو کې د پوښتنې کولو عادت

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ماشومان د یوې ټولنې بنسټیزه پانګه جوړوي، خو ډېر ځله د دې پانګې جوهر په لومړیو کم یا له منځه وړل کېږي، موخه مو دا ده چې شاوخوا ټول ماشومان د ماشومتوب په پړاو کې پلټنه او پوښتنې کوي، خو پر وړاندې یې تل سخت یا منفي غبرګون ښودل کېږې چې ښایي د ماشوم راتلونکی له کړکېچ سره مخ کړي دا چې ماشوم ولې پوښتنې کوي او څنګه یې پوښتنو ته ځواب ووایو استاد شرف الدین عظیمي یې ځوابونه راکوي هيله ده تر پایه مو ملتیا وکړئ.
پوپلزۍ: د ماشومانو پوښتني یعنې څه؟
استاد عظیمي: د ماشوم له پوښتنو مقصد دا دی چې ډېری ماشومان له دوه کلنۍ وروسته بیا تر نوې ځوانۍ پورې، دا چې غواړي ځان له چاپېریاله خبر کړي د ساده ساده شیانو په اړوند پوښتنې کوي، په اصل کې پر همدې مهال د ماشوم د پلټنې حس فعالېږي.
پوپلزۍ: ماشومان څه ډول پوښتنې کوي؟
استاد عظیمي: ماشومان د چاپېریال په اړوند پوښتي، هغه دا چې نه پوهېږي پوښتنې کوي موږ او تاسې ټولو ته معلومه ده چې ژبه فطري نه ده او ماشومان یې له چاپېریال څخه زده کوي، نو ماشوم ښایي د ديگ، اړیکو، خپلوانو، نورو ماشومانو او نجونو او هلکانو په اړوند پوښتنې وکړي.
پوپلزۍ: استاد که ماشوم ډېرې پوښتنې وکړي، موږ باید څه ډول چلند ورسرره وکړو؟
استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، ماشوم ژبه له چاپېریاله زده کوي چې د اړیکو ټینګولو یوازینۍ وسیله ده، ماشوم د پوښتنو په کولو سره د خپلو کلیمو زېرمه پراخوي او ژبه زده کوي. زه فکر کوم که د ماشوم هرې پوښتنې ته مناسب او د قناعت وړ ځواب ورکړو، نو د ماشوم د ارتباطي مهارتونو په پیاوړي کولو کې به مو لویه مرسته کړي وي. دویمه ستونزه د پرځان باور مسئله ده، پر همدې مهال د ماشوم پر ځان باور بنسټ اېښودل کېږي، ماشوم له نورو سره خبرې کول زده کوي، هر څومره چې ښې خبرې وکړي هغومره پر ځان او خپلو وړتیاوو باور کوي.
پوپلزۍ: استاد ایا دا کوم عادي عادت دی؟
استاد عظیمي: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې دا کوم عادت نه دی، بلکې فطرت دی، نو چې فطرت شو دا بیا عادي نشي کېدای ټول ماشومان فطرطاً همداسې پوښتنې کوي، که کوم ماشوم داسې فطري عادت ونه لري په غالب ګمان ناروغ یا غیرنارمل پېژندل کېږي.
پوپلزۍ: استاد ټولو ماشومانو کې دا عادت شته؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې ځینې ځانګړي ماشومان شته چې داسې عادت نه لري چې هغوی ښایي اوتیزم، ژبنۍ ګډوډي یا ذهني وروسته‌والی ولري، له دې ماشومانو پرته نور ټول ماشومان پر همدې پړاو کې پلټنه او پوښتنې کوي.
پوپلزۍ: استاد ایا د ماشوم لپاره ډېرې پوښتنې ښې وي؟
استاد عظیمي: د ماشوم له لوري ډېرې پوښتنې کول د هغه هوښیاري ښیي، هغه ماشومان چې تېز هوښ ولري ډېرې پوښتنې کوي باید ووایم چې د اړیکیزو وړتیاوو پیاوړي کولو لپاره پوښتنې کول ډېر اړین بلل کېږي او ماشوم به په راتلونکي کې د وینا کولو ښه وړتیا ولري.
پوپلزۍ: استاد د دوی د پوښتنو لامل څه دی؟
استاد عظیمي: د ماشومانو پوښتنې بېلابېل لاملونه لري، ماشوم له چاپېریال د خبرتیا، ژبې زده کولو او پوهېدلو لپاره له مور و پلار څخه پوښتنې کوي د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې د پلټنې حس په پرله‌پسې ډول فعالېږي ورسره پوښتنې هم پیلیږي، د ماشوم ذهن ورو ورو وده کوي او ورسره پوښتنې هم ډېرې او سختېږي چې دا بیا د مور و پلار حوصله له منځه وړي.
پوپلزۍ: استاد کورنۍ او ټولنه باید څه وکړي؟
استاد عظیمي: د کورنیو دنده دا ده چې د ماشوم هرې پوښتنې ته قناعت بښونکی ځواب ورکړي، ځکه که د ماشوم هرې پوښتنې ته سم ځواب ورکړل شي تخیل فکر او تصور به یې پیاوړی شي او په راتلونکي کې ښه مخته لاړ شي، د مکتب مسوولینو د وړکتون ښوونکو، او نورو ته پکار ده چې آن ماشوم پوښتنو ته وهڅوي، چې د پلټنې حس یې پیاوړی او پر ځان باور یې لوړ شي، تر څو په راتلونکي کې هم د وینا او هم د فکر او نوښت له اړخه پیاوړی شخص ورنه جوړ شي.
پوپلزۍ: استاد پایلې به یې څه وي؟
استاد عظیمي: باید وویل شي چې پایله یې پیاوړی شخصیت، پر ځان باوري او لۀ هره اړخه پوره انسان جوړېدل دي.
پوپلزۍ: استاد که د ماشوم پوښتنې ځواب نه کړو، څه به وشي؟
استاد عظیمي: له بده مرغه زموږ ډېری هېوادوال په دې اړوند اړین پوهاوی نه لري، له همدې امله ډېری میندې او پلرونه د ماشوم پوښتنو ته ځواب نه ورکوي یا که ځواب هم ورکوي په ډېرې غوسې سره وي چې نه یوازې دا چې ماشوم ته ګټه نه لري، بلکې زیانونه هم لري د ماشوم رټل د هغه جرئت او پر ځان له منځه وړي او په راتلونکي کې په لوی کړکېچ بدلېږي.
ماشوم په راتلونکي کې د خبرو وړتیا له لاسه ورکوي، په صنف کې پوښتنې نشي کولای همدا چې پوښتنې نشي کولای او د پوښتنو پر مهال فکر کوي، وبه رټل شي یا به څوک بد رد ورته ووایي، له همدې امله ټولنیز اضطراب یا سوشیل فوبیا پیدا کوي او پایله یې د زده‌کړو پرېښودل دي.