قیس احمد: د نړۍ مشران باید په ریښتنې توګه د افغانستان سمون ته کار وکړي

سپینه تجريدي ډیزاین

افغان لوبغاړي قیس احمد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د هیواد آزادۍ اخیستلو د ۱۰۲یمې کلیزې مبارکې ټولو هیوادوالو ته ویلې او په هیواد کې یې د جنګ او بدبختۍ د ورکېدو هیله کړې.

 

قیس احمد ددې ترڅنګ د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي، چې د افغانستان لپاره په ریښتنې توګه کار وکړي، ترڅو افغانان خپل هوسا ژوند ته پرېښودل شي او جګړې ختمې شي.

 

قیس لیکلې:

 

‹‹سلامونه درنو هیوادوالو!هیله لرم چې ټول خواږه وطنوال به ښه یاستۍ.لومړي سر کې د ستر شاه غازي امان الله خان د خپلواکۍ بیرته ګټلو 102 مه کالیزه دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي. په هیواد کې دې الله ج دا بدبخته جنګ نور ورک کړي د نړۍ مشرانو څخه هیله کوم چې زمونږ د ګران افغانستان لپاره له زړه کار وکړي او د جګړې مخه دې ونیسې زمونږ افغانان نور ژوند ته پریږدۍ ډیر زیات وزوریدو نور یې د زغملو وسه نه لرو مونږ هم د ښه او ارام ژوند کولو حق لرو مونږ ارام ژوند ته پریږدي.››

 

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلو دوو تنو نامتو لوبغاړو محمدنبي او راشدخان هم د هیواد د ۱۰۲یمي کلیزې په پار ټولو هیوادوالو ته مبارکې ویلې او دا یې د هیواد په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ یاده کړې.

 

دوی ددې ترڅنګ د سوله ییز، پرمختللي، ازاد او له نړۍ سره د سیال افغانستان هیله کړې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.