- ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري
د بدن دفاعي سیسټم ډېر پېچلی دی، دنده یې له مېکروبونو سره مبارزه ده. د دې سیسټم د پیاوړي کولو په خاطر موږ ټول اړ یو داسې خواړه وخورو چې د ویروسونو او ناروغیو پر وړاندې مو غښتلي کړي. دلته مو هغه خواړه درپېژندلي دي چې د بدن دفاعي سېسټم پیاوړی کوي.
هوږه:
هوږه په خپل ځانګړي جوړښت سره په بېلابېلو ډولونو کولی شي د وجود دفاعي سیسټم قوي کړي. منګنیز، ویټامین B6، ویټامین C، سلینیوم، فایبر، کلسیم، مس، پتاشیم، اوسپنه، ویټامینB1 لري. د ویروس، باکټریاوو، مېکروبونو او التهاب ضد ده. هایپرټنشن یا د وینې د لوړ فشار، د زړه او ماغزو د سکتې مخنیوی کوي. آلیسین لري او د وجود مضره باکټریاوې له مینځه وړي. پوستکي او ویښتانو ته ګټه لري. هغه کسان چې پر انفولونزا اخته شوي وي، د ناورغۍ کچه یې راټيټوي. د کرونا د مخنیوي په خاطر د ورځې یوه پلۍ تازه هوږه وخورئ.
زنجبیل یا سُنډ:
د عفونت ضد دی. له الزایمر یا د حافظې له کمزورۍ مخنیوی کوي. د ریزش، سینه دردۍ پر وخت یې وخورئ. د سرطان ضد دی. د هوا پر وړاندې حساسیتونه کموي. د عضلاتو درد، دیابت یا شکر، د زړه ناورغۍ، زړهبدوالي يا کانګې، هضمي ګډو ډیو، کلسټرول ته ګټه لري او په ښځو کې د میاشتنیو مریضیو دردونه کموي (نجونې دې په میاشتنۍ مریضۍ کې نه خوري) وېښتان قوي کوي او د سر پخه ورکوي. د کرونا د مخنیوي په پار دا طبیعي انتي ویروس تازه وخورئ.
سره بانجان:
اسید فولیک، ویټامین A او C لري. کلسیم، فسفر، پتاشیم، سودیم، لږ اوسپنه، مس، فایبر پکې شته. په کمه اندازه ویټامین بي B3 ، B1 B2 او B5 لري. اشتها پاروونکی، د ستړیا او ستومانۍ ضد، د عصبي سیسټم، زړه او د وینې د بهیر قوي کوونکی خاصیت لري. بله ځانګړنه یې دا ده چې د سرطان ضد، سترګو، دفاعي سیسټم، پوستکي او زړه ته ګټور دي.
ویټامین سي:
دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. زړه ته ګټه لري، د ارثي ستونزو کمول، د سترګو د ناروغیو مخنیوی، د پوستکي د ګونځې کېدو مخنیوی، له انفولونزا سره مبارزه، د روحي فشارونو کمول، د سرطان ښه کول، د مغزي سکتې مخنیوی يې ګټې دي.
مرچ:
تازه مرچ ډېر زیات بیتاکاروټين لري، ویټامین C، ویټامین A، کپسایسین، کارتینوییدونه هم پکې شته. بیتاکاروټین، ویټامین A او C د وجود دفاعي سیسټم پیاوړی کوي، ستوني درد او رېزش ورکوي، د وینې شکر هم کنټرولوي، ځکه چې موجوده کپسایسین او ویټامیونونه د وینې انسولین تنظیموي. د سرطان مخنیوی کوي. میګرني او سینوزیت سردردونه ورکوي.
کچالو:
کچالو کې فایبر، ویټامین A ،C او B6، معدني مواد، کاربوهایدرېټ، فسفر، کلسیم، مګنیزیم، د کولین په نامه مغذي توکي، فولیک اسید، انتي اوکسیډانټونه شته. هډوکو ته ګټه لري، ځکه چې فایبر، کلسیم، فسفر او اوسپنه لري. د وینې فشار سموي، ځکه چې پتاشیم لري. فایبر، پتاشیم او ویټامینونه يې د وینې کلسټرول کموي، نو زړه روغ ساتي. اسید فولیک یې د سرطان مخنیوی کوي. فایبر يې خواړه ژر هضموي او وزن کنټرولوي. د وجود دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.
وریجې:
وریجې مضر غوړ، کلسټرول او سودیم نه لري، نو وزن نه ډېروي (چې سپورې پخې شي) سودیم يې کم دی، نو د وینې فشار سموي. نامحلول فایبرونه لري، نو له سرطانه مخنیوی کوي. طبیعي انتي اوکسیډانتونه (ویټامین C، A، فینولیک او فلانویید) لري. له الزایمره مو ساتي. سربېره پر دې د وجود دفاعي سیسټم ځواکمنوي.
لوبیا:
ډېر زیات پروټين لري او ویټامینونه (B، D ، C)، فایبر پکې شته. ډېر زیات انتي اوکسیډانټونه لري چې له سرطانه مو ساتي.
پیاز:
پیاز د وجود د پياوړي کولو لپاره ډېر شیان لري، لکه ویټامین (C ،B ،A)، فسفر، کلسیم، پتاشیم، سودیم. د سرطان مخنیوی کوي، سور پياز د سینې او کولمو سرطان ورکوي. د کرکټین په نامه انتي اوکسیډانټ پکې دی چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. د سړې هوا له کبله ناروغۍ ورکوي. د معدې له ټپ او التهابه مو ساتي. د وجود مقاومت لوړوي.
هېره دې نه وي چې دا او دې ته ورته خواړه تاسو د ویروسونو پر وړاندې غښتلي کوي او ځینې يې تازه وخورئ.