طالبان: قطر کې خو واده نه دی؛ د کابل د مرکچیانو لیست دې محدود شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

طالبانو په قطر کې د بین الافغاني مذاکرتو په تړاو د افغان حکومت له لوري په برابر شوي لیست نیوکه کړې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کنفرانس تنظیموونکي ددومره کسانو د منلو او سمبالولو تابیا نلري.
د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې او ټیکاو په تړاو دې مشورتي غونډې ته، چې راتلونکې جمعه به پيل شي، افغان حکومت د ۲۵۰ کسانو نوملړ استولی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د نوملړ د خپرولو پر مهال ویلي وه، چې په نوملړ کې د هیواد د ټولو خلکو استازو ته ځای ورکړل شوی.
بل پلو تازه طالبانو په یوه اعلامیه کې د کابل له لورې کنفراس ته د دومره اوږد نوملړ په سر نیوکې کړي او ویلي يې دي، چې حکومت په دې ډول کار سره د سولې هڅې تخریبوي.
په اعلامیه کې راغلي:
“د کنفرانس تنظیمونکي یواځې له کابل څخه د دومره ډيرو کسانو د منلو پلان نه لري او نه هم په داسې کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی. د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي، چې دا په یوه لرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده؛ نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا!”
اعلامیه وړاندې لیکي، چې د دغه نوملړ څخه د محدود شمیر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي نوملړ کې شتون لري او یواځې هغوی به په کنفرانس کې ګډون وکړي.
افغان حکومت د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو مشورتي غونډه روانه ده.
په کور د ننه د خلکو او سیاسي ډلو غبرګونونه:
دوحه کې د سولې په تړاو بین االافغاني مذاکراتو ته د حکومت له لورې په برابر شوي نوملړ سایسي ګوندونو، شننونکو او عامه خلکو هم غبرګون ښودلی.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي د ګوند لوړ پوړي چارواکي، عطامحمد نور دا نوملړ یو فرمایشي او حکومتي نوملړ بللی.
د نور په ټکو چې د نوملړ د چمتو کولو پر وخت، د هیواد سیاسي او ټولنیزي اوضاع ته پام نه دی شوی او حکومت یواځې د خپل زړه منلې.
د عطامحمد نور نوم هم په دې نوملړ کې شته، خو هغه وايي، کنفرانس کې ګډون نکوي.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شننونکی احمد ویس وردګ وايي، د حکومت له لورې دومره اوږد نوملړ برابرول او د دومره کسانو استول د سولې په اړه مذاکرت نه دي، بلکې یو “سیاسي سیاحت” دی.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د حکومت له لورې دې برابر شوي نوملړ ته بیلابیل غبرګونونه ښوول شوي. ګڼ شمیر يې ددومره اوږد نوملړ له خپرولو سره مخالف دي. دوی دلیل راوړي، چې په دومره لوی شمیر خلکو کې بحث او نتجیه ګیري ګرانه ده. ځینې نور بیا موافق دي او وايي، چې طالبان دې دا یوې جرګې په توګه ومني.
د طالبانو او حکومت پسرلني عملیات او جګړې:
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو پلان غندلی. د م م د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې له ښکیلو لورو غوښتنه شوې چې د سولې لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي. امنیت شورا ویلي، چې د سولې په تړاو د پریکړو واک دې له افغانانو سره وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرملتونو د امنیت شور دا دریځ ستایلی او دا يې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو په تړاو د نړیوالې ټولنې د نظر یووالی بللی.
بل لورې ته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر په قطر کې طالبانو سره په خبرو کې له هغوی غوښتي، چې سولې ته د رسیدو په خاطر دې جګړې کمې کړي.
پژواک خبري اژانس ته یوې سرچېنې ویلي، چې مېلر طالب استازو ته ویلي، که نښتې او بریدونه کم نه کړي، دی به د افغانستان د خلکو او دفاعي ځواکونو په دفاع کې ودریږي.