قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک قومندان د جمعې په سهار په بغداد نړیوال هوايي ډګر کې د امریکايي هیلوکوپټرو په برید کې له څو نورو کسانو سره ووژل شو.
د ایران د سپاه پاسداران دا ځواکمن قومندان په وروستۍ یوه لسیزه کې په سیمه کې د ایران د نیابتي ملیشو په روزنه، پالنه او ملاتړ کې مهم رول درلود او همدارنګه په ایران کې دننه او سیمه کې د ایران پلوو ملیشو لپاره په یو افسانوي قومندان بدل شوی و.
نوموړې په عراق، سوریه، لبنان، یمن کې د بیلابیلو شیعه ملیشو د تنظیمولو، تجهیز او فعالولو چارې پر مخ وړې.
پنځه کاله مخکې چې قاسم سلیماني د شهرت او محبوبیت په اوج کې و، د ایران په سپاه پاسداران پورې یوې تړلې رسنۍ نوموړی یو داسې قومندان وباله چې امریکایان باید پسې ” بټمین، سوپر مین او سپایډرمن “ واستوي څو ښايي ترې خلاص شي.
خو د جنورۍ د میاشت په درېیمه نېټه په بغداد کې د امریکا دوه هیلوکوپټرې پورته شوې او د ولسمشر ټرمپ په مستقیم امر یې د قاسم سلیماني پر دوو موټرو هوايي ګوزارونه وکړل چې 63 کلن سلیماني او ورسره څو نور کسان یې ځای پر ځای ووژل.
قاسم سلیماني له څو کلونو راهېسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد په ملاتړ د ملیشو په تنظیم کې مهم رول درلود. هغه په عراق کې هم د امریکا ضد شیعه ملیشتې تنظیم او پیاوړې کړې، خو ښايي په بغداد کې د امریکا به سفارت ددې ملیشو د ملاتړو برید هغه څه و چې ددې ایراني قومندان په وړاندې یې د امریکا د صبر کاسه ډکه کړه.
یوه اونۍ مخکې د ډیسمبر په دیرشمه په عراق کې د ایران پلوو ملیشو زرګونه ملاتړي د بغداد په مرکزي سیمه کې د امریکا په سفارت ورغلل، په دیوالونو ور واوښتل او د سفارت ودانۍ ته ننوتل. هغه څه چې د امریکا لپاره ښايي سره کرښه وه.
قاسم سلیماني په وروستۍ لسیزه کې د ایران د سپاه پاسدارن په یو افسانوي او اسطوره یي قومندان بدل شو وی.
د ایران د اتومي پروګرام تر ماتې وروسته د ایران مذهبي مشر دوه پلانونه پر میز درلودل. یو د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام و چې سپاه پاسداران غوښت. بل هم په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراختیا او ستراتیژیک عمق مسله وه چې قاسم سلیماني یې اصلي طراح او مسول و.
سلیماني ته په 1396 هـ ل کال کې د لومړي ځل لپار د ” ذولفقار“ معتبر پوځي نښان ورکړل شو.
د نوموړې په وژل کیدو سره د ایران د سیمه ایز سیاست یو مهم طراح او قومندان له منځه ولاړ. په تېرو څو کلونو کې چې ایران په سیمه کې د نفوذ د پراختیا پروګرام پر مخ وړ، سلیماني د عراق او سوریې په جبهو کې عملي حضور درلود او د ایران تر ټولو مهم کس و چې په دې هیوادونو کې یې له شیعه ملیشو سره تهران اړیکې تنظیمولی.
نوموړی د فاطیمون په نوم د هغو افغان ځوانانو څخه د جوړ شوي لښکر طراح هم دی چې په ترڅ کې یې لسګونه زره ایران کې میشت افغانان راټول کړي او د سوریې جګړې ته یې استولي دي. باور دی چې ایران د فاطیمون په نوم له افغانانو څخه له جوړې کړې دې ملیشتې څخه په افغانستان کې دننه هم د کار اخیستلو پلان لري.
سلیماني په لبنان کې حزب الله ته د پوځي واک په ورکولو، د افغانستان په جګړه، له صدام حسین وروسته په عراق کې ایران پلوې سیاسي فضا واکمنولو، د سوریې د کورنۍ جګړې د لورې په بدلون او په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ کې مهم رول درلود.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نوموړی څو ځل د ” ژوندي شهید “ په نوم یاد کړی دی.
په وروستیو کلونو کې چې د ایران حکومت د نیشنلیستي تبلیغاتو یوه څپه راپورته کړې وه، قاسم سلیماني د ایران ددې تبلیغاتو مهمه ستن بلل کیده. د ایران تبلیغاتي دستګاه هڅه کوله چې نوموړی د یو اتل په توګه معرفي کړي.
ایران چې همدا اوس په سوریه، عراق، یمن، لبیا، لبنان او افغانستان کې نیابتي جګړې پر مخ بیايي، د قاسم سلیماني ځای ډکول به ورته سخت وي. همدارنګه ددې ایران قومندان په وژل کیدو د ایران او امریکا ترمنځ د یوې تودې وسلوالې جګړې احتمال تر بل هر وخت ډیر نژدې ښکاري.
د ایران او امریکا ترمنځ وروستی کړکیچ داسې څه دي چې افغانستان به یې هم له اغیزو خوندي نه وي.