له هرات وروسته نورو ښارونو کې هم له محاکمو د قبالو ورکړه، انتقالیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزي د وزارت د ځمکوالۍ چارو تنظیم معینیت تر چتر لاندې د ټولو برنامه، شویو کړنو، لاس ته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د رپوټ واورید.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ځمکوالۍ چارو تنظیم معین ګل الرحمان توتاخېل د ځمکوالۍ شالید تشرېح کړ او د جیودیزي، کدستر او قبالې عمومي رییس ظاهر سلطاني او دغه راز ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د همکار یو ان هبیتات دفتر همغږي کوونکي د افغانستان د ځمکو مدیریت سیسټم پروژې (ALASP) او د غیررسمي سیمو ثبت په تړاو په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.
ظاهر سلطاني زیاته کړه چې (ALASP) د نړیوال بانک په ۳۵ مېلیونه ډالرو په مالي مرسته د پنځو کلونو په موده کې تطبیقیږي.
خبرپاڼه وايي، دې ناسته کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د افغانستان د ځمکو مدیریت سیسټم پروژې (ALASP) لاري نقشي او جوړښت کې یې د برنامو په ستاینې پر عملي کار او پر مثبته پایله اخیستنې ټینګار وکړ.

د قبالو د لیږد پروسه به کابل کې هم پیل شي – وزارت

محمود کرزي د دولت په ضمانت د قبالې امنیتي ځانګړتیاوو ستاینه هم وکړه.
ښاغلي کرزي وویل:

«تر هرات وروسته اوس یې وخت دی چې د دغو قبالو ورکړې لړۍ په کابل او نورو ښارونو کې هم له محاکمو څخه ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته ولېږدول شي.»

د املاکو اساس الکټرونیکي کول

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د املاکو اساس الکټرونیکي کېدل او دغه راز د قبالو ورکړه د جمهور رییس له لارښوونو څخه دی او په دې برخه کې باید مثبتې پایلې تر سترګو شي.
ښاغلي کرزي د ځمکوالۍ په برخه کې د اوږدمهاله برنامو په ستاینې زیاته کړه چې د دغو برنامو په رڼا کې په لنډ مهال کې هم پر مثبتو پایلو او اغېزو ولاړې چارې هم ترسره شي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ۸ ښارونو کې د غیررسمي سیمو ثبت برنامې له لارې د شاوخوا ۸۰۰ زره غیررسمي کورونو سروې او ثبت نوښت او د ولس پر ګټو ولاړه برنامه وبلله او زیاته یې کړه چې دې برنامې سره د خلکو ملکیتونو خوندي شوي، هغه څخه چې د خلکو له اساسي غوښتنو څخه وې.