په نننۍ انساني ټولنه کې د ارواپوهنې رول

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: حماد هلال

ارواپوهان د یوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو کې له جسمي او رواني اړخه د رغوونکو رول لري. دوی د ټولنې له خلکو سره مرسته کوي، ترڅو وکولی شي، خپل احساسات، هیجانات، سلوک ښه او مدیریت کړي، چې له هر اړخه غوره ژوند ولري.

د ارواپوهنې اغېز لرونکی رول د انسانانو ژوند په ټولو برخو کې  له ماشتوب پیل تر سپین ږیرتوب کاملاً څرګند دی.

د کوچنیانو سره په ښوونځي کې د ښه فعالیت کولو نه نېولې، لویانو سره د اړیکو ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي، د ژوند پېښو کې ارواپوهنې خپل رول مهم ثابت کړی دی.

د ارواپوهنې رول د انسان په سلوک کې

ارواپوهان د انسانانو د شخصیت ځانګړنې، احساسات او سلوک د مطالعې لاندې نیسي او بیا په هغې باندې اغېز لرونکي لاملونه تحلیل کوي، همدارنګه فرهنګي باورونه، د ژوند چاپيریال او نور هغه شرایط، چې د  وګړو په کړنو اغېز لری څېړي. ارواپوهان د خپلو څېړنو لپاره له کلینیکي، مشاهیدې، مرکې او امتحان له لارو ګټه اخلي او مالومات لاسته راوړي.

دوی د دې څېړنو په مټ کولی شي بېلابیل شخصیتونه او د شخصیت ډولونه وپېژني او هغه مالومات چې لاسته راځي،د بیلابیلو فرهنګو، هېوادونو او خلکو ترمنځ د تعامل ښه حل لاره ده، چې د اړیکو د پایښت او ښه والي سبب ګرځي.
همدارنګه ارواپوهان د انسان سلوکي او رواني پرمختګونه د ژوند په مختلفو پړاوونو کې له ماشتوب تر پوخ عمر د مطالعې او څېړنې لاندې نیسي. د دې څېړنو پایلې د روغتیا سازمانونو سره مرسته کوي، چې له خطر او زیان  ډک سلوکونه  لکه: نشه یي توکو او شرابو استمعال وپېژني او درملنه یې وکړي. برسېره په دې د ارواپوهنې له مطالعاتو په ګټه احیستنې موږ کولی شو هغه کمزروتیاوې چې د عمر په ډېر والي منځ ته راځي مدیریت یا وځنډوو.

په درملنه کې د ارواپوه رول

ارواپوهان رواني اختلالاتو د درملنې پروتوکولونو په اساس تشخیص وي،  د مراجعینو  او ناروغانو لپار پخ ځانګړو میتودونو رواني درملنه وړاندې کوي.

همدارنګه، هغه څوک چې رواني حالت یې ښه نه اوسي، ترې عاطفي ملاتړ کوي، د ارواپوهنې د خدمتونو په قالبونو کې هغه او د کورنۍ غړو ته یې د رواني اختلالاتو سره د مقابلې تګلاره او تکتیکونه زده کوي، چې ژوند  ورته د زغمولو وړ شي.

همدارنګه، د مطالعې او څېړنې له طریقه بېلابیلې رواني ستونزې او هغوی سره د مبارزې او مدیریت حل لارې کشف کوي.

د اروپوهنې رول د ژوند په اسانچارۍ کې

په ډېری پرمختللو هېوادنو کې ارواپوهان د کلینیکي طریقې او ټیسټونو په کولو سره ښوونځیو کې فعال دي، چې د کوچنیانو او نوو ځوانانو ذهني روغتیا ته وده ورکړي ، د ټولنیز او رواني زیان مخه یې ونیسي، چې زده کوونکي اروپوهانو نه په ګټه اخیستنې  وتوانېږي خپلې رواني ستونزې او ضرورتونه وپېژني او د رواني اختلالاتو په مداخله سلوکي، رواني، د زده کړې او… ستونزې پخپل وخت حل یا یې کچه راټيټه کړي. د بده بخته چې داسې کوم څه په افغانشتان کې شتون نلري.

دوی د مدیرانو، ښوونکو او والدینو سره په ګډه کوښښ کوي، تر څو د زده کوونکو د زده کړو مختلفې اړتیاوې ( که هغه په ذهینو زده کوونکو کې یا هغه زده کوونکې چې ذهني وروسته والي لري)  حل لاره ورته پيداکړي.

سربیره پردې ، دوی په ښوونځي کې د ژوند مهارتونو ښوونې له لارې د زده کونکو ټولنیز پرمختګ لپاره د سلوک او زده کړې تګلارو ته وده ورکولو کې مرسته کوي.

همدارنګه، ارواپوهان د کارونو ځایونو اداراتو او صنعتي فابریکو کې د کار شرایط څېړي او ارزونه یې کوي، هغه تګلارې وړاندې کوي، چې کولی شي د محصول لوړوالي او کار ښه والي کې مرسته وکړي.

ارواپوهان د کاري مرکو( انټرويوو) او امتحانانو په اخیستلو سره کولی شي، د کارکوونکو ګمارلو په پروسه کې اغېرمن ثابت شي. کارکوونکو ته د ستړیا، کاري فشار، سوځيدنې سره د مبارزې لارښوونې وکړي او کولی شي، کارکوونکي د ټولنیزو اړیکو سره د کار په ساحه کې اشنا کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.