د پاکستان سوپرلیګ
د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، نن چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي.
د پاکستان پي ایس لیګ به نن چهارشنبه ماښام ۸ بجې «د جون میاشتې په نهمه نېټه» د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.
په لومړۍ لوبه کې نن ماښام اته نیمي بجې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې یو د بل پر وړاندي لوبیږي.
د PSL لیګ په روان پړاو کې زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي
۱ـ ساقب محمد؛ پېښور زلمي لوبډله، ۵ لوبې، ۱۲ ویکټې.
۲ـ شهین شاه افریدي؛ لاهور قلندرز لوبډله، ۴ سیالۍ ۹ ویکټې.
۳ـ شهنواز ډاني؛ ملتان سلطانز لوبډله، ۴ سیالۍ، ۹ ویکټې.
۴ـ وهار ریاض؛ پېښور زلمي لوبډله، ۴ سیالۍ، ۸ ویکټې.
۵ـ حسن علي؛ اسلام اباد یونایټیډ لوبډله، ۴ سیالۍ، ۶ ویکټې.
۶ـ ارشاد اقبال؛ کراچي کینګز لوبډله، ۵ سیالۍ، ۶ ویکټې.
۷ـ زاهد محمود؛ کویټه ګلډیټرز لوبډله، ۴ سیالۍ، ۶ ویکټې.
۸ـ محمد حسنین؛ کویټه ګلډیټرز لوبډله، ۵ سیالۍ، ۶ ویکټې.
۹ـ وقاص مقصود؛ کراچي کینګز لوبډله، ۴ سیالۍ، ۵ ویکټې.
۱۰ـ فهیم اشرف؛ اسلام اباد یونایټیډ لوبډله، ۴ سیالۍ، ۴ ویکټې.