ایټالیا کي د کرونا وبا له امله نوي بندیزونه د تندو غبرګونونو سره مخ سوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس نوي مثبتي پېښي خورا په چټکۍ سره خپریږي او هره ورځ تر ۴۰۰ زره دېري پېښي ثبتیږي.
ویروس په اروپا کي بیا چټک سوي او ددې وچي په ایټالیا هیواد کي تر ۲۰ ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي ثبتیږي.
د نویو پېښو په ډېرېدو سره حکومت نوي محدودیتونه لګولي، چي د عامو خلګو له سختو غبرګونونو او لاریونونو سره مخ سوي.
2020 10 26T124258Z 2140763792 RC2CQJ9I1XTX RTRMADP 3 HEALTH CORONAVIRUS ITALY MEASURES ایټالیا کي د کرونا وبا له امله نوي بندیزونه د تندو غبرګونونو سره مخ سوي
لاريونونه د ایټالیا په ټولو ښارونو کي پیل سوي، خو په دوو ښارونو ټورین او میلان کي په تاوتریخوالي اوښتي دي.
پدې ښارونو کي یو شمېر لاریون کوونکو سولییز لاریونونه په تاوتریخوالي واړول او د دوکانونو او سامانونو ورانول یې پیل کړل.
له دې سمدستي وروسته پولیسو په لاریون کوونکو اوښکي بهوونکی ګاز پاشلئ دئ.
2020 10 27T080607Z 1587674938 RC2WQJ9UPDE1 RTRMADP 3 HEALTH CORONAVIRUS ITALY ایټالیا کي د کرونا وبا له امله نوي بندیزونه د تندو غبرګونونو سره مخ سوي
حکومت تېره ورځ رستورانتونه، تیاترونه، کلبونه او سینماګاني وتړلې و همدارنګه ښوونځیو ته يې امر کړی، چي په انلاین ډول تدریس مخته یوسي.
د ایټالیا سوداګر چي پدې وروستیو کي یې د اوښتو زیانونو جبران کاوه، وارخطا سوي، چي بیا ځلي به له زیانونو سره مخ سي.
ایټالیا له چین وروسته دوهم هیواد وو، چي کرونا ویروس وځپئ او مړیني یې په لومړي سر کي تر ټولي نړۍ ډېري وې.
اوس مهال پکښي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر نږدې ۵ نیم لکو ته رسیږي، مړیني یې تر ۳۷ زرو اوښتي او په نړۍ کي ۱۴م هیواد دئ.