د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ۲۹ ولایتونو کې د ۲۵۹ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران
یاد وزارت وایي په ۲۹ ولایتونو کې به د څه باندې ۷۲۳ میلیونه او افغانیو په ارزښت د نږدې ۲۶۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول او چارې به یې پیل شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د چهارشنبې پر ورځ یې د ۲۹ ولایتونو پراختیایي شوراګانو سره د ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۹ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي یاد تړونونه له اړوندو پرمختیایي شوراګانو له مسوولینو سره لاسلیک کړل. کریمي هغې غونډې ته، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، وویل چې دا پروژې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې چې روزګان، بادغیس، بدخشان، بامیان، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست ،دایکندی، زابل، سمنگان، سرپل، غزني، غور، فاریاب، کابل، کاپیسا، کنړ، کندهار، لوگر، میدان وردک، ننگرهار، نورستان، هرات او هلمند دي پلې کېږي او د تطبیق په ترڅ کې به یې نږدې ۴۵۸ زره کاري ورځې رامنځته شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا د وزیر په وینا، دا پروژې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې، ۱۲۷ ژورې او سطحي څاګانې، د اوبو ۹۹ زېرمې، ۷ روغتیایي مرکزونه او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانالونه دي، چې له ګټو به یې ۳۷۴ زره هېوادوال برخمن شي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د دې پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیایي ادارې او همداراز د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق (یونیسف) له لوري تمویلیږي. د یادولو ده چې یادې پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام تر سیوري لاندې تنظیم او د پرمختیایي شوراګانو له لوري تطبیقېږي.
د وزارت په خبره اوس مهال د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ۱۷ میلیونه وګړي د څښاک له پاکو اوبو برخمن دي چې د هېواد ۶۳ سلنه خلک کېږي، خو د افغانستان په کلیو کې دا شمېره ۵۳ سلنه ده.
k7.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.