د تایوان د تیاپي په نوي ښار کې د پوهنتون یو پروفیسور د پراجکتور په لویه پرده د بربنډ فلم یو برخه پلی (خپره) کړې. فلم چې د شل ثانیو لپاره په پرده خپریده، په ټولګې کې يې غوغا جوړه کړه.
استاد وايي، چې دا کار يې په قصدي ډول نه دی کړی، بلکې یو تصادف و. ټولګي کې چې نجوني او هلکان دواړه وه، د ویډو په لیدو يې خندل، ځينو خپل مخ په کتابونو پټ کړل، او ځينو نورو بیا نارې سورې وهلې، چې “دا موضوع زموږ په سیلابس کې نشته”.
استاد په دې کار ډیر شرمینده شو او له ذده کوونکو يې بښنه غوښتې.
د یو استاد په توګه څنګه کولای شو، دداسې کارونه مخنیوی وکړو؟
زما په نظر د لکچر (تدریس) لپاره چمتوالی ددې ډول تصادفاتو د مخنیوي لپاره اړین شرط دی. یو استاد باید خپل ټول درسي مواد (تصویرونه، ویډوګانې، او نور) مخکې له دې چې ټولګې ته له ځان سره یوسي، باید یو ځل يې سر تر پایه وګوري.
دوهم، خپل ټول درسي مواد باید د درسي پلان مطابق په یو جلا فولډر کې واچوي او هر یو ته بیل بیل نوم ورکړي. هڅه دې وکړي، چې د شخصي او تدریسي موادو لپاره جلا جلا فولډرې جوړې کړي.
دریم، کوښښ دې وکړي، د کمپیوټر په پرده ناسم عکسونه او ویډوګانې پرېنږدي.
څلورم، کوښښ دې وشي، چې همیشه د پلټنې تاریخچه (Browser History) پاکه شي.
که کومه تدریسي ویډو یا تصویر د شخصي یا ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، باید له خپریدو يې ډډه وشي. که بیا هم خپریدل يې اړین وي، زده کوونکو ته دې وار له مخه خبرداری ورکړل شي.
که له یو استاد سره داسې وشي، څه وکړي؟
ښوونکي ته پکار ده، چې تر هر څه وړاندې صادقا بښنه وغواړي او زده کوونکو ته روښانه کړي، چې دا هر څه تصادفي ول.
استاد دې له ټولګي څخه تر هغې نه وځي، تر څو چې ډاډه شي، حالت بیرته عادي شول. یعنې زده کوونکو ته د خپل شخصیت په وړاندې د سوال کوم ځای پرېنږدي؛ بلکې هغوی قانع کړي، چې دا کار غیرې ارادي وه او بیا به هیڅکله هم تکرار نشي.
په دوهم قدم کې دې، دا مسله بلکل وتړي او په راتلونکو درسي ساعتونو کې ددې موضوع په اړه له زده کوونکو سره خبرې نه کوي.
په وروستي او مهم قدم کې دې له خپل لیپټا څخه ټول هغه مواد لرې کړي، چې په راتلونکې کې د داسې بې شرمۍ احتمال زیاتوي.