
لیکنه: ملیحه ناصري
هر انسان د ژوند هسکې ټیټې تجربه کوي, له سختیو او کړاوونو سره به مخ کېږي. داسې هم کېږي چې د ستونزو په ګرداو کې دومره راګیر شي چې حللاره یې ترېنه ورکه شي.
دلته مو څو ټکو ته نغوته ( اشاره ) کړې چې کولی شي ستونزې مو ژر دلته حل کړي. او دا یې باوري حللارې دي:
- پر ستونزو مو هر اړخیز غور وکړئ. لومړی یې ماهیت او څرنګوالی مالوم کړئ چې څه ډول ده. مادي , معنوي او که اروایي ستونزه ده.
علت او لامل یې مشخص کړئ. دا ستونزې ولې پېښه شوې. همدا د ( ولې) ځواب اړین دی. ستونزه ستاسو خپله تېروتنه وه که بل چا دې ګرداو کې ورښکیل کړي یاست.
د ستونزې د مینځته راتګ ډول باندې ځان وپوهوئ. له کوم لوري او څنګه راپیدا شوه. د ( څنګه) ځواب پیدا کړئ.
څو دقیقې یوازې کېنئ , سوچ پرې وکړئ, که چېرې تاسو یې له حلولو عاجز شوئ , مرسته وغواړئ. که مطرح کول یې له دویمګړي سره درته سخت و , یا هم شرمېدئ, داسې څوک باید ولرئ چې بېغمه د زړه حال ورته ووایئ. نږدې ملګري نه, مور, پلار, مېرمن او خاوند سره ګډه کړئ ؛ ځکه ستاسو او د هغوی درد یو دی.
شرعي حللاره: تهجد مه هېروئ. د حضرت یونس ( علیه سلام) دعا چې د قبلېدو په اړه یې حضرت محمد ( ص) ډاډ راکړی , لومړی به دا دعا ( یا حی یا قیوم , لا اله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمین) لولئ بیا خپله غوښتنه مطرح کړئ . د سورة التوبة ( نهه ویشتم آیة) مه هېروئ.