لیکنه: بهار سمسور
نن ناوخته د هند کریکټ کنټرول ادارې (بي سي سي ای)خبر ورکړ،چې ځوان لوبغاړی پریتوي شاو به تر را روانې نومبر میاشتې پورې له کریکټ لوبې کولو منع وي.
د کریکټ معتبرې رسنۍ اي اېن پي اېس کریکنفو په خپل خبر کې ویلي؛دا لوبغاړی د انټي ډوپېنګ (غیرې قانوني درمل)د استعمال له کبله د هندي کریکټ بورډ تر رادار لاندې راغلی.
په خبر کې راغلي،چې دې لوبغاړي اړوند درمل د شیربت بوتل په ضریعه استعمال کړي، خو استدلال دا دی چې دا کار ترې په بې غورۍ او نه پاملرنې کې شوی دی.
معلومات ښای ،چې د شاو تر څنګ دوه نور کورني لوبغاړي،اکشي ډولاروار او ډیویا ګاجراج هم د دې کوډ په ماتولو مجرم ګڼل شوي دي.
پریتوي شاو د هندوستان کریکټ نولس کلنې لوبډلې پخوانی پیلیز لوبغاړی و،چې د عمر د اوریج کیدو وروسته د الف لوبډلې تر لوبو بیا ملي لوبډلې ته هم انتخاب شو،چې زیاتره وخت د ټېسټ لوبډلې لپاره انتخابیږي.نوموړی په کورنیو تجاراتي لوبو،هند غوره لیګ کې د مرکز ډیلي کپیټل لپاره لوبیږي.
په ورزش (کریکټ) لوبه کې د هغو درملو استعمال، چې لوبغاړی ترې قوت/انرژي پوره کوي،د منډې او ستړیا پر وخت د زړه ضربان کموي او یا هم د لوبې پر وخت لوبغاړي ته د جسمي قوت ورکوي ممنوع او غیرې قانوني اعلان شوي دي.
که کوم لوبغاړی دا کار وکړي،نو له نغدي جریمې ورهاخوا له دوه کلن،یو کلن او یا هم څو میاشتني کریکټ بندیز سره مخ کیږي.