د افسانوي داستان شهزادګۍ په څېر شهرت لرونکې”لیډي ډیانا” د جولايي لومړۍ ۵۹ کلیزه وه. د امن نوبل جایزې ګټونکې ډیانا راښکونکې شخصیت لرونکې، د نړۍ په کچه د ښکلا لوی مثال او د شهزادګۍ زړه وړونکي خندا نن هم د ګڼو مینه والو په زړونو کې ژوندۍ ده.
نوموړې په ۱۹۶۱م د جولای په لومړۍ برېټانیه کې زېږیدلې. شهزادګۍ ډیانا به تل د زده کړيزو نوښتونو نه ډېر د خیر ښېګڼې فعالیتونو او کارونو سره لېوالتيا درلوده.
لیډي ډیانا په ۱۹۸۱م د جولاى ۲۹مه د برېټانیه له وليعهد شهزاده”چارلس” سره واده وکړ، دغه واده ته د خوښې/ رضایت واده نوم ورکړل شو، چې د نړۍ په میلیونونو خلکو د دې واده مراسم ولیدل، خو له بدمرغه چې دې واده یولس کاله دوام وکړ او په ۱۹۹۶م اګسټ کې له یو بل جلا شول، د دوی دوه زامن شهزاده” ولیم” او ” هیري ” دي.
لیډي ډیانا د خپل زړه د آرامتیا و خوښۍ لپاره، د خیر ښېګڼې په کارونو کې برخه اخیسته. په ۱۹۹۷م کې هغه لومړنۍ مشهوره هستي وه، چې د ایډز ناروغۍ د ناروغ په لمس کولو یې د ټولې نړۍ فکر د ایډز ناروغانو په هکله بدل کړ يانې کرکه او بد چلند نه ورسره کېده او په سپکه سترګه ورته نه کتل کېدل.
لیډي ډیانا ته د هغې په ترسره شويو د خیر کارونو او کړو خدمتونو یې، تر مړينې وروسته د نوبل جایزه ورکړل شوه.
د لیډي ډیانا د نړیوال شهرت لوی سبب، د دې ښایسته شخصیت و. د نوموړې د شهرت اندازه له دې خبرې هم کیدلی شي، چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر انځورونه له لیډي ډیانا څخه اخیستل شوي دي.
شهزادګۍ ډیانا په ۱۹۹۷م د اګسټ په ۲۹مه پاریس کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو لا هم د ډیانا مړینه تر ننه خلکو ته یوه معما ده. د دې ځلېدونکې شخصیت او خیر ښېګڼې، خدمتونه تل یادېږي.
د لیډي ډیانا په مړینه له ټولې نړۍ نه دومره ګلان رالېږل شوي وو، چې په شاهي محل کې نور د ګلانو د ایښودلو ځای نه و.