په عمر پوخ امریکايی مجرم، له ۶۸کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی دی چې د امریکې تر ټولو لوړ عمر لرونکی او تجربه لرونکی مجرم چې جو لیګان نومېږي او په پینځلس کلنۍ کې بندي شوی و، له ۶۸ کلونو بند تېرولو وروسته له بند څخه خوشې شو.

لیګان په ۱۹۵۳کال کې زندان ته اچول شوی و، نوموړی هغه مهال چې تنکی ځوان و د داسې یوه بانډ غړیتوب یې درلود چې د فيلاډلفيا په دښتو کې یې شوکې او وژنې کولې.

نوموړی په دوو قتلونو کې د لاس لرلو په تور پړ وپېژندل شو او په خپل جرم یې اعتراف وکړ.

د نوموړي مدافع وکیل وویل؛ هغه ماشوم چې په ۱۹۵۳ کې ونیول شو، په ۲۰۲۱ کال کې له زندان څخه خوشې شو، اوس مهال هغه ۸۳ کلن دی هغه بدلون کړی او نور خطر نه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې نوموړي ته د مشروطه ازادۍ پر بنسټ د خوشې کېدو وړاندیز شوی وو خو هغه دا وړاندیز و نه مانه او له زندانه له خوشې کېدو یې ډډه وکړه.