د سږني فصل لالیګا، بونډس لیګا، پریمیر لیګ او سیر اې لیګونه په راتلونکې عیسوي میاشت کي د رخصتیو وروسته بیا پیلیږي.
د نړۍ دا مشهور څلور لیګونه د جرمني، انګلیستان، هسپانيې او ایټالیا هیوادونو پوري تړوا لري.
لالیګا لیګ د روان عیسوي کال د اګسټ پر ۱۶مه ڼېته د بارسلونا او اتلاتیک کلب په لوبي سره پیلیږي.
ددې لیګ په لومړۍ اونۍ کي په ټول ټال لس لوبي ترسره سي.
لالیګا د نړۍ تر ټولو مشهور ترین لیګ دئ، چي په هسپانيې هیواد کي هر کال ترسره کیږي.
په دې لیګ کي د یاد هیواد شل کلبونه یو دبل خلاف سره لوبیږي، چي بارسلونا، ریال مادرید، اتلاتیک و مادرید او نور یې د مشهور کلبونه دي.
دا لیګ له نن څخه ۹۰ کاله مخکي رامنځ ته سوی، چي تر ټولو ډېره اتلولي یې د ریال مادرید کلب لري او د تېر کال اتلولي د بارسلونا کلب وګټل.
بوڼدس لیګا د جرمني هیواد غوره لیګ دئ، چي دا هم د اګسټ میاشتي پر ۱۶مه نېټه پیلیږي.
نوموړی لیګ د بایرن مونیچ او هیرتا برلین کلبونو په لومړۍ لوبي سره پیلیږي، چي په دې لومړۍ اونۍ کي به یې ۹ لوبي ترسره سي.
په بونډس لیګا کي د جرمني هیواد ۱۸ قوي کلبونه هر کال ددې اتلولۍ لپاره لوبي کوي.
ددې لیګ تر ټولو ډېري ۲۸ اتلولۍ د بایرن مونیچ کلب ګټلي دي او تېر کال هم ددې لیګ اتل کلب بایرن مونیچ وو.
د نړۍ یو بل مشهور لیګ سیر اې لیګ دئ، چي هر کال په ایټالیا هیواد کي ترسره کیږي.
ددې لیګ د پیل وخت د اګسټ له ۲۴مي نېټې څخه ښودل سوئ دئ.
ددې لیګ د لومړۍ اونۍ د کلبونو ترمنځ لوبي لا تراوسه نه دي روښانه سوي.
جیونټوس، روما، انټرمیلان او نور یې مشهور کلبونه دي.
دا لیګ له نن څخه ۱۲۱ کاله مخکي په ایټالیا کي رامنځ ته سو، چي تردې مهاله یې اتله لوبډله د جیونټوس لوبډله ده او د ټولو ډېري ۳۵ اتلولۍ یې تراوسه خپلي کړي دي.
یو بل مشهور لیګ د انګلیستان فوټبال غوره یا پریمیر لیګ دئ، چي د نړۍ مشهور کلبونه هر کال پکښي لوبیږي.
دا لیګ تر ټولو لومړی د اګسټ میاشتي پر ۹ نېټه د لېورپول او نارویچ کلبونو په لوبي سره پیلیږي.
ددې لیګ په لومړۍ اونۍ کي هم لس لوبي ترسره کیږي.
د لېورپول ترڅنګ چیلسي، مانچسټر یونایټیډ، مانچسټرسیټي او ارسنال کلبونه یې مشهور کلبونه دي.
دا لیګ له نن څخه ۲۷ کاله مخکي رامنځ ته سو، چي ۲۰ غوره کلبونه لري.
ددې لیګ تر ټولو ډېره اتلولي مانچسټر یونایټیډ ۱۳ لري او د تېر فصل جام مانچسټر سیټي ګټلی وو.
د نړۍ مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو له تېر یوه کال راهسي د ایټالیا په سیر اې لیګ کي د جیونټوس کلب لپاره لوبیږي، چي نوموړی له دې مخکي شاوخوا ۱۰ کاله د هسپانوي کلب ریال مادرید لپاره ولوبېدئ.
د نړۍ یو بل مشهور فوټبالر لیونل میسي له کوچنیوالي څخه د هسپانوي کلب بارسلونا لپاره لوبیږي، چي د لالیګا څخه د رونالډو تر تګ وروسته ددې لیګ غوره ګول وهونکی سو.
د یادوني وړ ده، چي ددې مشهورو څلورو لیګونو د پای ته رسېدو وروسته، هر کال د هر لیګ د جدول د سر ۶ قوي لوبډلي د اروپا اتلانو لومړي او دوهم درجه لیګونو کي د اروپا د اتل کېدو لپاره لوبیږي.